ایران کې کورونا زیاتېدل؛ د وسلوالو ځواکونو روغتیايي مرکزونه ناروغانو ته ځانګړي کېږي

د عکس سرچینه، EPA
د ایران روغتیا وزارت د کورونا وېروس پېښو زیاتېدو او پر روغتیايي مرکزونو د فشار کمولو لپاره هغه کووېډ-۱۹ ناروغان رخصت کړي چې ناروغي یې بېړنۍ نه وي.
د ایران روغتیا وزارت مرستیال ایرج حریر اعلان وکړ چې په روغتونونو کې د بېړنیو ناروغانو پرته نور ناروغان چې په کورونا اخته وي تر هغې چې دې وزارت اعلان نه وي کړی، د درملنې په موخه نه شي بستر کېدلی
ښاغلي حریر ویلي، د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي په امر د ایراني ځواکونو ټول روغتیايي مرکزونه د کرونا وایروس ناروغانو ته ځانګړي کېږي.
په وروستیو څو ورځو کې په ایران کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شمېر په ورځ کې څه باندې ۲۰۰ کسانو ته رسېدلی.
په تهران کې د کورونا وېروس د مبارزې په وړاندې مسول عليرضا زالي په پلازمېنه تهران کې د رخصتیو غځولو غوښتنه کړې.
د کورونا وېروس د خپرېدو سره همهاله یو شمېر نړیوال کارپوهان اندېښنه لري چې که دغه وېروس مهار نه شي نو د روغتونونو له کمښت سره به مخ شي.
د کارپوهانو سپارښتنه دا ده چې ځیني مهم ټکې باید په نظر کې ونیول شي، د ماسک اغوستل، واټن په پام کې نيول، تګ راتګ کمول او قرنطین هغه موارد دي چې د دې ویروس په مخنیوي کې اړین بلل کېږي.
















