تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اېف بي ای د مېشېګن د والۍ "تښتولو" پلان شنډ کړ
د امریکا فدرالي پولیس یا اېف بي ای وايي، د مېشېګن ایالت د ډیموکراټې والۍ ګرچن وایټمر د تښتولو او پرځولو پلان یې شنډ کړ.
مېرمن وایټمر د کورونا وبا د مخنیوي لپاره د سختو تدبیرونو پلي کولو په دلیل- چې تېره اونۍ محکمې لغوه کړل- د نیوکګرو له نیوکو او غوسې سره مخ ده.
چارواکي وايي، شپږو کسانو د هغې تښتولو سره غوښتل د "خیانت په جرم" یې محاکمه کړي.
مېرمن وایټمر وايي: "کرکې، تعصب او تاوتریخوالي ته مېشېګن کې ځای نشته او دا کسان خبیث دي. "
حکومت څه وايي؟
اېف بي ای وايي، د دغې ادارې یوه مامور جون میاشت کې د اوهایو ډبلین ښار کې یوه ناست کې ګډون درلود او دې ناسته کې د مېشېګن د یوې وسلوالې ډلې غړو د ایالتي حکومتونو د پرځولو خبره وکړه چې د دوی په باور "د امریکا اساسي قانون تر پښو لاندې کوي. "
د دې کسانو ضد دعوه کې ویل شوي، څو غړو د یوه والي د وژلو یا نیولو په هکله خبرې وکړې.
یوه ویډیو کې یو تورن د ګرځبندیز پر مهال د ورزشي کلبونو د بیا پرانیستلو د وخت په هکله د ایالتي حکومت رول غندي.
اېف بي ای د چارشنبې په ورځ په دې تړاو ۱۳ کسان یوه کور کې ونیول.
شپږ کسان- چې پنځه یې د مېشېګن او یو یې د دیلاور دی- په فدرالي محکمه کې د انسان تښتونې په دسیسته تورن شول.
ویل کېږي دوی نیت درلود چې مېرمن وایټمر د "خیانت په جرم" محاکمه کړي.
دې دوسیه کې اوه نور کسان د ترهګرۍ او بدماشۍ جرمونو اړوند تورونو سره مخ دي.
د چارواکو په خبره، دې ډلې غوښتل د دوو سوو کسانو په مټ د والۍ په مقام برید وکړي او ان د والۍ تښتولو په ګډون کسان یرغمل کړي.
دوی هیله درلوده چې خپل پلان د نومبر میاشتې تر ټاکنو مخکې پلی کړي.
چارواکي وايي، د ماتې پر مهال دې کسانو غوښتل د مېشېګن د والۍ پر استوګنځي برید وکړي.
اېف بي ای وايي، تورنو څو ایالتونو کې پوځي مانورې کړې دي او ان د بم جوړولو هڅه یې کړې ده.
اېف بي ای وايي، د دې تمرینونو ویډیو يي هم ضبط کړې ده.
د مېشېګن لوی څارنواله دانا نسل وايي، د "ولورین واچمن" وسلوالې ډلې اوه غړي پر تښتولو سربېره له لوټمارو ډلو سره په تړاو او له ترهګرو د مادي ملاتړ په برابرولو هم تورنېږي.
د هغې په خبره، د دې ډلې غړو د کورنۍ جګړې پیلولو هیله درلوده.
والۍ څه وايي؟
مېرمن وایټمر د پنجشنبې په ورځ خبري غونډه کې د دې ډلې پلان د ولسمشر ټرمپ له شعارونو سره وتاړه او ویې ویل:
"د امریکا ولسمشر وروستۍ څو میاشتې بې باورۍ ته لمن وهلو، غوسې پیدا کولو او هغو کسانو ته تسلي ویلو باندې تېرې کړې چې وېره، کرکه او بېلتون خپروي. "
هغې له جوبایډن سره د ډونلډ ټرمپ د تېرې اوونۍ تلوېزوني مناظرې ته په اشاره وویل، چې سپين پوستي برتري غوښتونکي یې په ښکاره ونه غندل:
"د هغه خبرې د کرکجنو ډلو د بسیج په شعار بدلې شوې."
خو ښاغلي ټرمپ وروستیو ورځو کې څو ځلې دا ډلې غندلې دي.
ښاغلي بایډن دا وسلوال د "ریښتونی ګواښ" په توګه غندلي او ویلي یې دي چې د ولسمشر ټرمپ یوه ټوېټ دا ډلې هڅولې دي.