د اذربايجان او ارمينيا لانجه

د ویډیو تشریح، د اذربايجان او ارمينيا لانجه
د خپرېدو وخت

د اذربايجان دفاع وزارت وايي ارمنيو ځواکونو يې پر دوهم لوی ښار ګانجا د توپونو بريدونه کړي، چې لږترلږه يو کس یې وژلی دی. د ناګورنو کرباغ مشر ټينګار کړی، چې دې بريد کې ملکيان نه، يوه هوايي اډه په نښه شوې وه.

ده ويلي دا بريد، د ارمنيانو تر ولکې لاندې دې سيمې پر مرکزي ښار سټېپاناکرټ د پرله پسې بريدونو ځواب و. ازربايجان اوس ګوتڅنډنه، کړې، چې د ارمينيا پوځي موخې به ويجاړوي.

له يوې اوونۍ زياتې مودې راهيسې چې دا جګړه پيل شوې، تر اوسه په کې له ۲۲۰ زيات کسان وژل شوي دي.

دواړې خواوې د جګړې پر سر يو پر بل تورونه لګوي، او د اوربند په اړه يې نړيوالې غوښتنې رد کړې دي. د بي بي سي ازرۍ څانګې له لانجمنې سيمې سره نژدې تارتار له اوسېدونکو سره خبرې کړې، چې له خپلو مېنو تښتېدلي دي.