د نړۍ تر ټولو لوی ځنګله کې اور
د خپرېدو وخت
جنوبي امريکا اوسمهال په ريکارډ کچه د اورلګېدونو له موسمه تېرېږي. د اورلمبې په کې له امازونه غځېدلې، او د نړۍ تر ټولو لویې لندې سيمې، پانټانال ته رسېدلې دي.
دا د مځکې پر مخ د ژوو تر ټولو ځانګړو ډولونو ټاټوبی دی، چې ځينې یې له وړاندې د ورکېدو له خطر، او ځينې يې اوس د خپلې استوګنې چاپېريال له منځه تلو سره مخامخ دي.
د بي بي سي خبرياله کېټي واټسن، برازيل کې د امازون پارا ايالت ته ورغلې، چې د دې اورونو له امله تر ټولو بد ځپل شوی دی.