کورونا وېروس: د ولسمشر ټرمپ روغتيايي حالت

د ویډیو تشریح، کورونا وېروس: د ولسمشر ټرمپ روغتيايي حالت
د خپرېدو وخت

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د کورونا ويروس ناروغۍ له امله یې روغتون کې درملنه کېږي، وايي ښه احساس کوي، خو راتلونکې څو ورځې به يې ريښتينې ازموينه وي.

روغتون ته له رسېدو مخکې، ښاغلي ټرمپ ته اوکسيجن لګول شوی و. ډاکټران يې وايي درملنه يې ښه روانه ده، او په ناروغۍ له اخته کېدو راهيسې یې پرله پسې پرمختګ کړی، خو لا له خطر بهر نه دی.