د کورونا د درملنې بله هڅه

د ویډیو تشریح، د کورونا د درملنې بله هڅه
د خپرېدو وخت

د کورونا وبا د درملنې د موندلو هڅې لا هم روانې دي. یوه نوې درملنه چې ویل کېږي ښايي ګټوره ثابته شي، د بریتانیا په روغتونونو کې ازمویل کېږي.

په دې درملنه کې مصنوعي انټباډيزي کارېږي چې مونو کلونل انټي باډيز یې بولي.

دا به اوس دوه زره ناروغانو ته ورکول شي چې وکتل شي، له کورونا وېروس سره په مبارزه کې اغېزمن ثابېتېدی شي او که نه.