یونان کې یو افغان کډوال له کورونا مړ شوی؛ نړۍ کې د مړو شمېر یو میلیون ته نږدې شوی

د خپرېدو وخت

په نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شمېر یو ميلیون ته نږدې شوی دی. د جانز هاپکېنز پوهنتون د مالوماتو له مخې د دغه شمېر نیمايي هغه يې په امریکا، برازیل او هند کې دي.

خو ښکاري چې شمېرې به تر هغو لوړې وي چې اعلانېږي ځکه چې لا هم په ځینو هېوادونو کې د ټېسټونو یا ازموینو کچه لا هم ټيټه ده او د کورونا له کبله د مړ کېدونکو کسانو شمېر نه ثبتېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چين په ووهان کې د دې وبا له خپرېدو شاوخوا لس میاشتې تېرېږي.

دغه پوهنتون وايي، په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس تر ۳۳ میلیون ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

په یونان کې د کورونا له کبله لومړنی مړ شوی کډوال افغان دی:

د یونانان چارواکي وايي، شمالي ښار اتن ته څېرمه د کډوالو په مالاکاسا نومي پنډغالي کې یو ۶۱ کلن افغان مړ شوی چې دوه ماشومان لري.

دا په یونان کې د کورونا له کبله د یوه کډوال د مړ کېدو لومړنی پېښه ده چې په رسمي ډول تاییدېږي.

د یادولو ده چې دغه کمپ درې اوونۍ مخکې قرنطين شوی و.

د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دغه افغان کډوال د اتن ښار ته څېرمه په مالاکاسا پنډغالي کې اوسېده چې په یوه روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

د یونان یوه حکومتي چارواکي رويټرز ته ویلي چې له تېر کال ژمي راهیسې په کډوالو کې د کورونا له کبله د مړينې دا لومړنۍ پېښه ده چې د وبا له خپرېدو وروسته پېښېږي.

مسوولان وايي، اوس د هغو کسانو په لټولو لګیا دي چې له دغه سړي سره يې نږدې ژوند کړی.

روښانه نه ده چې دا سړی له څه مودې راهیسې په روغتون کې بستر و خو دا مالومه ده چې له تېرو درو کلونو راهیسې يې په مالاکاسا پنډغالي کې ژوند کاوه.

دې پېښې په دغه پنډغالي کې د کوېډ-۱۹ د خپرېدو اندېښنې پېدا کړې دي.

په یونان کې ټول ټال ۱۱۰ زره کډوال ژوند کوي چې له ډلې يې شاوخوا څلوېښت زره کسان د یونان ټاپوګانو په پنډغالو کې مېشت دي او د ژوند کولو وضعیت يې خورا خراپ دی.

تېره اوونۍ د یونان چارواکو ومنله چې د موریا کمپ له سوځېدو وروسته چې کوم کډوال په لنډمهاله توګه د کاراتپه اډې ته لېږدل شوي وو، له ډلې يې په ۲۴۰ تنو کې د کورونا وېروس مثبت ثابت شوی دی.

په افغانستان کې د کورونا پېښې تر ۳۹ زرو اوښتي:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل، هرات او بلخ کې تازه درې تنه د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، په تېره شپه او ورځ کې يې د ۲۳۶ هغو کسانو ازموینې يا ټېسټونه کړي چې پر کورونا وېروس د اخته کېدو شک پرې کېده او په پایله کې په ډاګه شوې چې ۱۲ تنه يې پر دې وېروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له دغو تازه پېښو سره په غونډ افغانستان کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۲۳۹ او د مړو کچه ۱۴۵۶ ته رسېدلې ده.

دغه وزارت وايي، له هغه راهیسې چې په افغانستان کې د کورونا وبا خپره شوې، تر اوسه له ۳۲ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مني او ژمي کې د کورونا وېروس د دویمې څپې د خپرېدو اندېښنه په ډاګه کړې ده.