هند کې د کرنې لانجمن قانون
د خپرېدو وخت
د هند پارلمان، له کرنې سره په تړاو، دوو قانوني وړانديزونو ته زرغونه اشاره ورکړې، داسې حال کې چې د حکومت مخالفانو د بزګرانو ضد ګام ګڼلی دی.
حکومت ويلي، دا اصلاحات به د خصوصي سکتور د پانګونې له لارې د کرنې چارو کې وده ګړندۍ کړي، بنسټيزې ودانۍ به لا پياوړې شي، او هم به يې په وینا د هېواد دننه او نړيواله کچه بازارونو لپاره د توکو برابرولو لړۍ ځواکمنه شي.
د دغو قانوني وړانديزونو موخه له وړو کروندګرو سره مرسته بلل شوې، چې نه د خپلو حاصلاتو لپاره د غوره بيو ترلاسه کولو او نه هم کروندو کې د توليد او حاصلاتو زياتوالي او ښه والي لپاره ټکنالوژۍ کې د پانګونې وس لري.