چین کې د وحشي ژویو د غوښې پر کاروبار بندیز ولګېد

د ویډیو تشریح، چین کې د وحشي ژویو د غوښې پر کاروبار بندیز ولګېد
د خپرېدو وخت

چین د کورونا وبا له کبله د وحشي ژویو پر کاروبار بندیز لګولی دی. که څه هم معلومه نه ده کورونا وېروس اصلاً له کومه پیدا شوی، خو د چین په ځینو برخو کې د غوښې لپاره د مارانو او نورو ژویو تولید د اقتصاد لویه برخه جوړوي، چې نوي بندیزونه به پر ډېرو خلکو اغېز وکړي. پام مو وي چې په دغه رپوټ کې ځیني ژوي په قفس او بند کې ښکاري.