تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته د سنا د جمهوريپالو مشر د واک په قانوني لېږد ټینګار وکړ
د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوریپالو مشر میچ مک کانل وايي، د نومبر پر دریمه له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته به په نظم او ترتیب واک ولېږدول شي.
د ولسمشر ټرمپ جمهوریپال ګوند په مشرانو جرګه یا سنا کې اکثریت لري.
د سناتور مک کانل په خبره، دې ته له پام پرته چې د نومبر دریمې ټاکنو کې څوک بریالی کېږي د جنورۍ پر ۲۰ به د پروګرام له مخې ولسمشر لوړه کوي.
د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې له خبریالانو سره په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ د چارشنبې ورځې خبرې له نیوکو سره مخ شوې.
ولسمشر ټرمپ د نومبر میاشتې ټاکنو کې د ماتې په حال د واک سوله ییز لېږدولو ژمنه ونه کړه:
"ښه باید وګورو چې څه کېږي، تاسو خپله پوهېږئ."
ولسمشر ټرمپ خپلو خبرو کې د پوستي رایې په هکله خپله اندېښنه بیا وویله: "خپله پوهېږئ چې زه پر پوستي رایو اعتراض لرم. "
هغه مخکې استدلال کړی و چې د رایې اچولو دا ډول کې درغلي کېدلی شي.
د سپینې ماڼۍ ویاند کایلي مک اناني د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ولسمشر ټرمپ به د داسې ټاکنو پایله ومني چې منصفانه او ازادانه وشي.
ډیموکراټانو د ولسمشر ټرمپ څرګندونې استبدادي بللې او خبرداری یې ورکړی چې باید دې برخه کې یې خبرې جدي وګڼل شي.
په دا مهال بیا ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې ممکن د ماتې په صورت کې د ټاکنو پایلې ونه مني.
هغه د پنجشنبې په مازیګر خبریالانو ته سپینه ماڼۍ کې وویل، موږ غواړو د خوندي ټاکنو په ډاډمنتیا کې مرسته وکړو، خو زه باوري نه یم چې داسې څه ممکن وي.
نوموړي تر دې مخکې د پوستي رایو خوندیتوب له پوښتنې سره مخ کړی، خو تراوسه داسې شواهد نشته چې پوستي رایو کې درغلي وښيي.
غبرګونونه
د ولسمشر ټرمپ د دې خبرو په هکله نیوکو ته په غبرګون کې ښاغلي مک کانل وویل، د نومبر دریمې ټاکنو ګټونکی به د جنورۍ پر شلمه کار پیل کړي.
"لکه له ۱۷۹۲ کال چې هر څلور کاله یو ځل پېښېږي، داسې به په نظم او ترتیب واک ولېږدول شي."
په مشرانو جرګه کې د جمهوریپالو بل استازي لینزي ګراهم- چې ډونلډ ټرمپ ته نږدې دی- له فاکس تلوېزون سره مرکه کې ویلي: "ډاډ درکوم چې واک به سوله ییز لېږدول کېږي.
بل جمهوریپال سناتور مېټ رامني هم د ټاکنو پایله نه منل د نه منلو بللي دي.
ډیموکراټان څه وايي؟
د امریکا د ولسي جرګې ډیموکراټه مشره نانسي پلوسي وايي، د ولسمشر ټرمپ خبرو اندېښمنه کړې ده.
د مېرمن پلوسي په خبره، ولسمشر ټرمپ د ښاغلي پوتین، کېم جونګ اون او رجب طیب اردوعان په څېر کسان ستايي.
هغې ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې امریکا روسیه، شمالي کوریا یا ترکیه نه ده.
راتلونکو ټاکنو ته د جمهوریپالو نوماند جو بایډن هم د ښاغلي ټرمپ خبرې بې منطقه بللې دي.