له مغزي شلوالي کړېدونکې نجلۍ لپاره جرمني کې نوی ژوند
د خپرېدو وخت
جرمني، دا اوونۍ يو داسې پلان اعلان کړ، چې له مخې به يې د يونان لېسباس ټاپو کې د کډوالو يوه پنډغالي له سوځېدو وروسته له ۱۵ سوه زيات کډوال مني. دې غميزې د کډوالۍ کړکېچ ياد يو ځل بيا تازه کړ. پنځه کاله مخکې د بي بي سي فرګال کين، د سورۍ کډوالې نوجين مصطفی کمسارې کيسې په اړه راپور ورکړی و، چې د اروپا له بېلابېلو هېوادونو خوځنده څوکۍ کې تېره شوې وه. اوس فرګال کين يو ځل بيا ورغلی، چې وګوري ژوند يې څورمه بدل شوی دی.