تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بین الافغاني خبرې؛ زلمی خلیلزاد له دوحې وروسته اسلام اباد ته رسېدلی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد نن دوشنبه له دوحې اسلام اباد ته رسېدلی دی، چې د پاکستانیو رسنیو په خبره هلته به يې ددغه هیواد له لوړپوړو ملکي او پوځي مشرتابه سره د افغان سولې بهیر په هکله ملاقاتونه کېږي.
که څه هم تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کې د امریکا سفارت، اسلام اباد کې د ښاغلي خلیلزاد د مصروفیتونو په هکله څه نه دي ویلي، خو تمه کېږي چې نوموړی به د افغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.
ګڼو پاکستانیو رسنیو د خپلو سرچینو پر اساس خبر ورکړی، چې ښاغلی خلیل زاد به د پاکستان په دې سفر کې ددغه هیواد له لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو سره ملاقاتونه وکړي.
ښاغلی خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دواړو تېره شنبه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیستونکې غونډه کې ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د پاکستان په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو ځانګړو استازو هم ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات غوښتنه وکړه.
په دوحه کې څه روان دي؟
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي او د دې پلاوي ویاند نادر نادري بي بي سي ته ویلي چې تمه ده د تماس ۱۲ کسیزه ډلې غړي نن یو ځل بیا سره وګوري او د خبرو لپاره یو طرز العمل جوړ کړي، او د هغه په رڼا کې د مخامخ خبرو اجنډا وټاکي.
د تماس ډلې غړي چې شپږ یې له یوې خوا او شپږ یې له بلې خوا ټاکل شوي، پرون ناوخته هم سره جرګه شوي وو. ښاغلی نادري وايي د تماس ډلې په لومړۍ غونډه کې د سولې خبرو د پرمخ بیولو پر څرنګوالي خبرې وشوې او د نن غونډه د همدغو خبرو په دوام ترسره کیږي.
د تماس ډله هڅه کوي د سولې اصلي خبرو ته لاره هواره کړي، ویل کیږي د دې خبرو لومړني پړاوونه ترسره شوي او تمه کېږي چې ژر به د مرکچی پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې هم پيل شي.
تمه وه چې مخامخ خبرې نن دوشنبې پیل شوې وای خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم بي بي سي ته وویل چې تخنیکي ستونزو له امله د تماس ډله نه ده توانیدلې چې د مخامخ خبرو لپاره لاره هواره کړي.
یاده دې وي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پېلېدو وړاندې له دوحې د طالبانو یو پلاوی هم اسلام اباد ته سفر کړی و او له پاکستاني چارواکو سره يې لیدلي وو.
اسلام آباد کې د طالب پلاوي له کتنو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي له رسنوالو سره خبرو کې ویلي وو، هیله من دی چې ډېر ژر بین الافغاني مذاکرات پېل شي.