د استرالیا میلبورن ښار قرنطین دوې اونۍ نور وغځېد

د خپرېدو وخت

په استرالیا کې چارواکو ویلي، د کوویډ-۱۹ ناروغانو د شمېر نه کمېدو ته په پام سره، د میلبورن ښار قرنطین او سخت محدودیتونه دوې اونۍ نور وغځول شول.

د استرالیا ویکتوریا ایالت اعلی وزیر ویلي، محدودیتتونه په لږ بدلون سره د سپتمبر تر ۲۸مې غځول شوي دي.

په پام کې ده چې له راتلونکې اکتوبر میاشتې راهیسې د محدودیتونو کمول پیل شي.

ویکتوریا ایالت په استرالیا کې د کورونا وېروس د خپرېدو څپه ډېره شوې وه او په کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۹۰ سلنه اخته کسان یوازې په همدې ایالت کې وو چې ۷۵۳ کسان ترې مړه شوي دي.

د استرالیا له ۲۵ میلیون وګړو تر اوسه ۲۶ زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي.

میلبورن ښار او شاوخوا سیمې د وېروس له ډېرېدو وروسته د جولای پر ۹مه بېرته قرنطین شوې او ښاریانو له کوره د ۵ کیلومتره لیرو تللو اجازه نه لرله.

هلته د شپې مهال هم ګرځبندیز لګول شوی و.

په پام کې وه چې د قرنطین څلورم پړاو د سپتمبر پر ۱۳مه پای ته ورسېږي.

په نوي قرنطین کې د شپې له نهو د سهار تر پنځو بجو پورې پر تګ راتګ بندیز لګول شوی و، خو مجردو کسانو ته اجازه وه چې له یو او بل سره وویني.

د ویکتوریا اعلی وزیر ویلي: "موږ اوس قرنطین نه شو ختمولی؛ ځکه چې په دې صورت کې به ژر کنټرول له لاسه ورکړو. غواړم تر کریسمس پورې وضعیت تر ممکنه حده عادي شي خو په دې شرط چې پړاو په پړاو هغه ځای ته ورسېږو."

که د سپتمبر تر ۲۸مې هره ورځ د ناروغانو اوسط شمېر د ۳۰ او ۵۰ کسانو ترمنځ وي، نو میلبورن ښار کې به د قرنطین درېیم پړاو هم عملي شي او د کورنیو پنځه غړي به یو ځای سره کښېناستلی شي.

د سیمه ییزې ادارې د اعلان له مخې، که د اکتوبر تر ۲۶مې د اخته کسانو اوسط تر پنځو کسانو راټیټ شي، هغه مهال به قرنطین ختم کړل شي.

په میلبورن ښار کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو لاریون کړی او د قرنطین د ختمولو غوښتنه یې کړې ده.