تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو د پاکستان په غوښتنه ۲ هندي وګړي د ترهګرو نوملړ ته شامل نه کړل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان په غوښتنه د هند دوه وګړي ترهګر ونه بلل.
پاکستان وايي، د دې دوو هندي وګړو د ترهګرۍ په هکله یې امنیت شورا ته پوره مالومات وړاندې کړي وو.
د هند دې دوو وګړو کې یو کابل کې له بانک سره کار کړی او بل هم افغانستان کې د کمپنۍ مشر پاتې شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل، دواړه وګړي پاکستان کې په لویو بریدونو کې لاس لري، مجرمان دي، خو د هند حکومتي خودیتوب لري.
نوموړي د امنیت شورا پر پرېکړه خواشیني وښوده، خو هند د دې شورا مننه کړې چې دا کسان یې ترهګر نه دي بللي.
پاکستان وايي، د ټي ټي پي او جي یو اې په څېر ترهګرو ډلو سره د هند ملاتړ بربنډوي.
پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۲۶۷ کمېټې ته وړاندیز کړی و، چې دا هندي وګړي د ترهګرو لېست ته ور زیات کړي.
دا کمېټه د ترهګرو نوملړ ته د هر هېواد د وګړو زیاتولو واک لري او که دې نوملړ کې یې څوک زیات کړ، نو بانکي حساب یې کنګلېږي او سفري او نور بندیزونه پرې لګېږي.
دا دوه هندي وګړي څوک دي؟
پاکستان چې کوم دوه هندي وګړي په نښه کړي، هغو کې یو اپاجي انګاره ده چې کابل کې یې یوه بانک کې د سافټویر ډیولوپر په حیث کار کړی دی.
پاکستان وايي، انګاره یو هغه کس دی چې د ۲۰۱۷ کال فرورۍ کې یې د لاهور پر مال روډ برید وکړ.
پاکستان وايي، انګاره دې کار کې له پاکستاني طالبانو سره مرسته کړې ده.
پاکستان دا هم وايي، چې انګاره د ۲۰۱۴ کال ډیسمبر کې د پېښور ارمي پبلک سکول په برید کې هم لاس درلود.
دویم هندی وګړی ګووندا پټنایک دی چې پاکستان یې د ۲۰۱۸ کال جولای کې پر پاکستاني سیاستوال سراج رییساني په برید کې ښکېل بولي.
بلوچستان کې د دغه برید له امله ۱۶۰ کسان ووژل شول.
خو هند وايي، ګووندا پټنایک افغانستان کې د یوې کمپنۍ مشر دی.
د پاکستان غوښتنه چا ونه منله؟
پاکستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته دې وړاندیز سره دا هم غوښتل چې هند د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو کې حساب شي.
فرانسې، امریکا، برتانیا، جرمني او بلجیم یې دا وړاندیز ونه مانه، دوی وپوښتل چې اسلام اباد د دې تورونو لپاره څه ثبوت لري؟
ملګرو ملتونو کې د هند سفیر ټي اېس تیرومورتي ټوېټ کې لیکلي، پاکستان ترهګرۍ ته مذهبي رنګ ور کولو سره غوښتل ۱۲۶۷ کمېټه سیاسي کړي، خو امنیت شورا یې دا هڅه شنډه کړه:
د شورا د ټولو غړو مننه چې د پاکستان د دې هڅې مخه یې ونیوله.
هند د ۲۰۱۹ کال مۍ کې د ۱۲۶۷ کمېټې په مرسته د جیش محمد مشر مولانا مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ او اوس هندي چارواکي فکر کوي چې پاکستان غواړي ځواب ور کړي.
پاکستان سږ کال دوه ځلې هڅه وکړه چې هندي وګړي د ترهګرو نوملړ ته زیات شي، خو ناکام شو.
تېره جنورۍ هم پاکستان دوه هندي وګړي اجوای مستري او وینو مادهو په مشکوکو هڅو تورن کړل او له امنیت شورا یې وغوښتل چې د ترهګرو نوملړ ته یې زیات کړي.
چین په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ملاتړ کوي، خو د شورا نور غړي د اسلام اباد د دې هڅو مخه نیسي.