د بالکان له لارې د کډوالو شمېر بیا ډېر شوی؟

د ویډیو تشریح، د بالکان له لارې د کډوالو شمېر بیا ډېر شوی
د خپرېدو وخت

په ۲۰۱۵ کال کې نژدې نهه سوه زره کډوال یونان ته رسېدلي وو. اوس دا شمېر خورا لږ دی، خو د هغو خلکو اندازه چې له ترکیې یونان ته اوړي او بیا د بالکان له لارې لوېدیځې اروپا ته ځي، په دې وروستیو کې بیا ډېره شوې ده. رسمي شمېرې اوس پر دغه لاره د کډوالو اویا سلنه ډېروالی ښيي. چارواکي وايي، که څه هم اوس ګڼ کډوال پر دغه له خطره ډکه لاره مزلونه وهي، لا هم زرګونه نور په یونان کې ایسار دي. د بي بي سي هغو رپوټونو په لړۍ کې چې بېرته په ۲۰۱۵ کال کې هغې اونۍ ته چې اروپا یې بدله کړه، کتنه کې د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله لیزدوسیت د یونان په شمال کې خپل سفر پیلوي.