بیروت کې د کورونا ناروغانو شمېر په چټکۍ لوړېږي
د خپرېدو وخت
بيروت له وړاندې د هغې چاودنې له اغېزو کړېږی، چې درې اوونۍ مخکې یې لبنانۍ پلازمېنه ولړزوله. دې چاودنه کې چې له ۱۸۰ ډېر کسان ووژل شول، څلور روغتونونه يې هم خورا بد زيانمن کړي دي. اوس دا ښار د کورونا ويروس نويو پېښو کابو کولو او درملنه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. ډاکټرانو بي بي سي ته ويلي، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په چټکۍ لوړېږي، او راتلونکې ورځې به سختې وي. يوه يادونه دا چې دې راپور کې د کمرې فلشونه هم شته.