د نیوزیلنډ پر جوماتونو د برید کوونکي محاکمه
د خپرېدو وخت
هغه وسله وال چې تېر کال یې د نيوزيلنډ کرايسټچرچ دوو جوماتونو کې ۵۱ کسان وژلي وو، پرېکړه کړې چې د سزا وراورولو ناسته کې يې خبرې و نه کړي. داسې ګونګوسي وو، چې برېنټن ټارنټ به له دې فرصته په ګټه د خپل عمل سپيانوی کوي. خو دغه اسټراليايی اوس د خپلې سزا وراورولو ناسته کې د خبرو کولو له حقه تېر شوی دی. اوس به يې پر ځای د محکمې له لوري غوره شوی وکيل د ده په استازيتوب يوه لنډه وينا کوي. دا تېرې درې ورځې، له بريده ژونديو پاتې شويو، او هم د هغوی خپلوانو چې دې بريد کې مړه شوي، د خپل وير، غوسې او ننګوونکي دريځ په اړه خبرې کړې دي.