د کډوالۍ په تړاو نوې ناندرۍ
د خپرېدو وخت
یوه فرانسوي سیاستوال د هغه زلمي کډوال د مړینې پړه پر بریتانیا اچولې ده چې د فرانسې پر سمندرغاړه یې مړی موندل شوی و. په کالیز کې دغه سیاستوالو ویلي، د دغه زلمي د مړینې سبب دا دی چې بریتانیا له هېواده بهر د خلکو سیاسي پناه غوښتنې نه مني. دا وروستۍ پېښه د کډوالۍ په تړاو هغه ننګونې ښيي چې د بریتانیا او فرانسې دواړه حکومتونه ورسره مخامخ دي.