مالي کې د پوځ له بلوا وروسته ولسمشر او لومړي وزیر استعفا وکړه

کیتا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کیتا پر ۲۰۱۸ کال بیا ولسمشر شو.
د خپرېدو وخت

د افریقا په مالي کې دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د یاغي پوځیانو له خوا تر نیول کېدو وروسته ولسمشر ابراهیم ابوبکر کیتا د سې شنبې په ورځ استعفا وکړه.

نوموړي په تلوېزوني وینا کې پارلمان او حکومت ړنګ اعلان کړل:

"د خپل واک ساتلو لپاره د وینې بهېدل نه غواړم. "

د نوموړي دا څرګندونې له هغه څو ګړۍ وروسته وې چې دی خپله او لومړی وزیر بیوبو سیسي د پلازمېنې باماکو سره نږدې پوځي مرکز ته ولېږدول شول، خو سیمه ییزو قدرتونو او فرانسې دا ګام غندلی دی.

ولسمشر خپلو خبرو کې زیاته کړه:

"که نن زموږ د وسلوالو ځواکونو ځینې عناصر غواړي دا قضیه له لاسوهنې سره پای ته ورسوي، نو زه به کوم غوراوی ولرم. "

له دې مخکې بلواګرو پوځیانو د کاتي پوځکوټ کنټرول په واک کې واخیست.

پوځ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، فرانسې له یاغي پوځیانو غوښتي چې خپلو مرکزونو ته ستانه شي.

پوځیان د خپلې تنخا له اندازې، له وسلوالو سره د روان تاوتریخوالي د مدیریت له څرنګوالي، همدارنګه د ښاغلي کیتا له چارو ناراض دي.

ښاغلي کیتا پر ۲۰۱۸ کال دویم پړاو ټاکنو کې بریالی شو، خو دغه هېواد کې په اداري فساد، د اقتصاد پر ناسم مدیریت او هېواد کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو نیوکې ډېرېږي.

وروستیو میاشتو کې مالي کې لویې مظاهرې هم وشوې.

د کیتا له خوا د ملي یووالي حکومت په ګډون د امتیازاتو تر ردېدو وروسته د اپوزیسیون نوې ټلوالې د سمون یا اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

ساتنپالی یا محافظه کار امام محمود دیکو د دې ټلوالې مشر دی.

د یاغي پوځیانو مشران څوک دي؟

پوځ

د عکس سرچینه، EPA

بماکو کې د بي بي سي خبریال وايي، د کاتي کمپ مرستیال مشر ډګروال مالیېک دیوا او بل قومندان جنرال سادیو کماره د دې پوځیانو مشری کوي.

له بماکو ۱۵ کیلومتره لرې د دغه کمپ تر نیولو وروسته دا پوځیان پلازمېنې ته مارش او هلته یې هغو خلکو هرکلی وکړ چې د ولسمشر استعفا یې غوښته.

د سې شنبې په ورځ ماسپښین دې پوځیانو د ولسمشر استوګنځي ته ورغلل او دلته یې نوموړی او لومړی وزیر ونیول.

د رپوټونو له مخې د ولسمشر زوی، د ملي اسمبلۍ مشر، د بهرنیو چارو او مالیې وزیران هم نیول شویو چارواکو کې دي.

لا هم مالومه نه ده چې څومره پوځیان دې پاڅون کې لاس لري.

کاتي کمپ پر ۲۰۱۲ کال هم د هغو پوځیانو مرکز و چې د جهادیانو ماتې کې په پاتې راتلو او تورق قبایلو لاس ته د مالي شمالي سیمې د ورتللو له امله پر لوړپوړو قومندانانو غوسه وو.