لبنان: د حکومت استعفا، مظاهرې او د خوړو بحران

د ویډیو تشریح، لبنان: د حکومت استعفا، مظاهرې او د خوړو بحران
د خپرېدو وخت

د لبنان په بیروت کې د تېرې اونۍ له درنې چاودنې وروسته اوس ټول حکومت استعفا کړې ده. په یوه ټلویزیوني وینا کې لومړي وزیر حسن دیاب د دغه هېواد د ډېرو ستونزو پړه پر فاسدو حکومتي چارواکو واچوله. د نوموړي په خبره معلومات یې ښيي چې د فساد شبکه تر ټول حکومت لویه ده، چې په وینا یې حکومت یې نه شي ننګولای. بل لور ته درېیمه پرلپسې ورځ هم په دغه هېواد کې د لاریونوالو او ساتونکو تر منځ اخ و ډب دوام درلود. خلک حکومت ته غوسه دي، اقتصاد په ګونډو دی او د خوړو بحران هم شته. دا هر څه داسې مهال کېږي چې د خوړو نړیوال سازمان دغه هېواد ته ۵۰ زره ټنه غنم د دې لپاره استولي چې د خوړو زېرمې ورسره یو څه ثبات پیدا کړي.