د چاودنې شېبه، چې بیروت یې ولړزاوه
د خپرېدو وخت
د لبنان چارواکي وايي، پلازمېنه بیروت کې یوې خورا زورورې چاودنې دغه ښار لړزولی چې له کبله یې په پراخه کچه ورانی، ویجاړی شوی او ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د لبنان روغتیا وزیر حمد حسن وايي، تر اوسه د لږ تر لږه ۷۸ کسانو وژل کېدل تایید شوي دي. د چارواکو په خبره دغه پېښه کې تر څلورو زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.