کورونا وېروس څنګه کاري چاپیریال بدل کړ؟
د خپرېدو وخت
د مارچ میاشتې راهېسې، کله چې کرونا وبا پېل شوه، د نوور ډیرو هېوادونو په څېر دلته په بریتانیا کې هم ډېری کسان دې ته وهڅول شول چې خپلې دندې له کوره تر سره کړي. که تاسو هم له همدې ډلې یاست، نو پوهېږئ به چې له کوره کار کول په دې مانا دي چې کاري ساعتونه به مو لا اوږده او کار به مو لا سخت وي. دلته دې یو څو کسانو تجربې اورو چې وايي د ټولبند له امله د ستومانۍ او ډېر ذهني فشار احساس کوي.