پر سعودي ښځینه فعالانو زندان کې څه تېرېږي؟
د خپرېدو وخت
کله چې د ۲۰۱۸ کال اوړي کې سعودي چارواکو ښځو ته د موټر چلولو اجازاه ورکړه، دا د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ په یوه محافظه کار هېواد کې د اصلاحاتو راوستلو نېک ګام وګڼل شو. خو د ښځو د موټر چلولو د حقونو فعالانې لاهم د سعودي زندانونو کې دي او د کورنیو غړي یې ادعا لري چې توقیفخونو کې دغه ښځې ربړول شوې او د جنسي تېري ګواښونه ورته شوي.