روغتون کې د وژونکي سرطان لرونکې ناروغې واده

د ویډیو تشریح، روغتون کې د وژونکي سرطان لرونکې ناروغې واده
د خپرېدو وخت

له سرطان ناروغۍ سره تر شپږو میاشتو مبارزې وروسته، ټش لانګهرټس ته د انګلستان یوه روغتون کې ویل شوي وو چې بدل یې د درملنې وړتیا نه لري او یوازې څو اونۍ به ژوندۍ وي. دغې ۲۵ کلنې د ماغزو د ژونکو کمیاب سارکوما سرطان درلود، چې لومړی سر یې په سینه کې درد پیدا شو. هلک ملګری یې سیمون یانګ د کوزدې د وړاندیز په تمه و، خو دواړو پرېکړه وکړه چې نور به نه ځنډېږي.