تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د خپل سخت ناروغ پلار پالنې لا ښه ډاکټره کړم'
ډاکټرې ریچل کلارک خپل کاري ژوند په هغه شرکت کې تېر کړ، چې هره ورځ یې له مرګ سره سروکار و، خو په ۲۰۱۷ کال د هغې کار په ناڅاپي توګه بیخي ډېر شخصي شو.
د هغې پلار مارک رانډال چې ډاکټر و، مزمن سرطان درلود.
د انګلستان اکسفورډشېر اوسېدونکې ډاکټرې بي بي سي ته وویل: "د خپل پلار له لاسه ورکولو او د شپې ویر ویجاړه کړم."
د یوې ډاکټرې په توګه نه، بلکې د یوې لور په شان له یوه بل مرګ سره مخامخ شوه، چې پر دې یې بل ډول اغېز وکړ.
دا وايي: "د یوې غمجنې لور لپاره دې ټولو کاري تجربو هېڅ ژوره او اساسي همکاري ونه کړه."
د یوه ډاکټر کړاو
دا چې پلار یې له سرطان سره مبارزه کوله، ریچل د خپلو احساساتو کابولو کولو په جګړه کې وه.
"دا د یوې ډاکټرې لپاره مشخص کړاو دی. تاسو پوهېږئ چې څه به درسره کېږي."
کله یې چې د پلار د سرطان تشخیص وشو، هره ورځ به یې له ریچل سره پر ټیلېفون خبرې کولې او د خپلې ناروغۍ په اړه به یې ورته ویل.
"ما له خپلو ټولو روزنو او تجربو ګټه واخیسته، چې د اړیکې تر پایه ډېره ارامه ډاکټره اوسم، خو د یوې لور په څېر خپل درد او کړیکه به مې پټ ساتل."
د هغې پلار وویل، دا اړیکې به ورته د "تشخیص" په شان وې.
ریچل وايي: "خو هرځل چې ما ټیليفون پای ته ورساوه، غوږۍ به مې په اوښکو لمده وه."
مهم درس
د خپل پلار پالنې داسې ژور احساس ورکړ چې ګنې یو څه یې له لاسه ورکوي.
"د یوې ډاکټرې په توګه دا زما لپاره یو مهم درس و. په پای کې وپوهېدم چې بل اړخ به یې څه وي. د یوې مور، زوی، مېرمنې ورور یا مېړه په شان چې خپله د زړه ټوټه له لاسه ورکوي. دا زما لپاره یو ښه درس و."
ریچل او د کورنۍ نورو غړو یې د ډاکټر مارک رانډال د ژوند د وروستیو میاشتو هغه ته زښت زیات پام وکړ.
"پلار مې له ناروغۍ سره بیخي فوق العاده چلن درلود."
وروستۍ ورځې
د هغې پلار به بهر څو ګړۍ چکر ته وتلی و، ان هغه وخت چې کیمیاوي اراموونکې درملنه یې هم ودرېده، مور به یې ۶۰۰ کیلومتره لیرې په ګاډي کې د سکاټلنډ لوړو او زړه راښکونکو غرونو لیدو ته بېوه.
ریچل د یوې مېلې لپاره درې قېمتي ټیکټونه واخیستل، چې خپله مور او پلار د ایلګر دویمې سیمفوني مراسمو ته یې بوځي چې د پلار یې ډېر خوښېدل.
"دا ډېرې په زړه پورې شېبې وې چې زموږ درېیو واړو پر مخونو اوښکې راروانې وې."
دوی په موسیقۍ غافلګیر شول او پوه شول چې وخت پای ته رسېدونکی دی.
"د پلار د ژوند په وروستیو پنځو ورځو کې، هغه د کور ښکتني پوړ به یوه خونه کې بستر و. له موږ به خامخا یوې تنې د هغه لاسونه د اونۍ اوو ورځو کې ۲۴ ګړۍ نیولي وو. هغه هېڅکله یوازې نه و."
د کرېسمس پرمهال د هغې پلار ۷۵ کلن شو. درې بچیان او درې لمسیان پرې راټول وو. خو ډاکټر رانډال هومره کمزوری شوی و چې د موسکا توان یې هم نه درلود. دوې ورځې وروسته هغه ومړ.
د یاد غم
"تاسو دا قېمتي شېبې لرئ. له دوی هېڅوک هم د تل لپاره نه پاتېږي او پلار تر پایه له دوی سره خوښي لمانځله."
یوازېنی اراموونکی حقیقت دا و چې د هغې پلار په کور کې ومړ، نه په روغتون کې چې ماشینونه ورته لګول شوي وي.
کله چې ډاکټر ریچل بېرته کار ته راستنه شوه، د هر ناروغ په لیدو به وېرېده او خپل پلار به یې ور په یاد کړ. خو وروسته ژر پوه شوه چې ترخې تجربې هغه لا پیاوړې کړې ده.
"اوس ما پخپل ژوند کې ریښتینې تجربه ولیده، په دې مانا چې پوه شوم د خپلوانو غمونه هم تېرېږي."
ریچل پر دې هم پوه شوه چې له خپل پلار سره خبرو یې له ناروغانو سره د خبرو کولو تجربه پیاوړې کړه او د دوی پر اړتیاوو اوس ښه پوهېږي.
له بمي بریده روغ وتلی
یوې پېښې ریچل اړایستله چې ډاکتره شي. د ۱۹۹۹ کال اپرېل کې، د لندن زړه کې ریچل یوې مېخانې ته له خپل بایفرېنډ سره روانه وه چې یوې زوروې چاودنې د انسان یوه پښه ددې مخې ته وغورځوله.
"مخې ته مې یو مړی ولید، یو سړی و چې پښه یې نه وه."
دا چاودنه د همجنسخوښو پر یوه مېخانه شوی و چې درې کسان یې ووژل او ۷۰ نور یې ټپیان کړل.
ریچل ولیدل چې ډاکټرانو د قربانیانو مرستې ته ژر ور ودانګل خو د خطر احساس یې نه کاوه. دې پېښې د هغې د ژوند تګلوری بدل کړ.
ریچل چې ماشومه وه، ساینس کې یې ښې نومرې اخیستې او د خپل پلار له خولې به یې جالبې کیسې اورېدې چې باید ډاکټره شي. د هغې ښوونکو هم تمه لرله چې د خپل پلار مسلک تعقیب کړي، خو دا خبریاله شوه.
له چاودنې تر ژغورل کېدا وروسته، هغې بېرته زدکړو ته مخه کړه او په ۲۹ کلنۍ کې یې د طب سند هم ترلاسه کړ.
تر طبي زدکړو وروسته ریچل ایمرجنسي وارډ کې ډېر وخت تېر کړ او تر ډېره یې ورځنی کار هم له هغو کسانو سره ټیلېفوني خبرې او پالنه وه چې د خپل ژوند پای ته رسولو اړتیا به یې احساسوله.
د مرګ هیله
ریچل داسې انګېرله چې ګنې خلک د مرګ په اړه په سختو مکالمو کې ښکېلېدو ته اړ دي.
دا وايي: "زه د خپل ژوند په اړه فلسفي یم. په رښتیا باوري یم چې نېکبخته یم؛ ځکه چې ۴۷ کلونه مې ښه روغه سټه لرله."