تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا ولې پر سعودي وسلې خرڅوي؟ د ۷ مهمو پوښتنو ځوابونه!
په داسې حال کې چې د یمن جګړه پنځم کال ته غزېدلې او د ملکي وګړو وژنه لوړ حد ته رسېدلې، بریتانیا له دې امله تر مخ په زیاتېدونکي فشار لاندې ده چې سعودي عرب ته وسلې صادروي. دلته اوو داسې پوښتنو ته ځواب ویل شوی چې دا جنجالي مسله روښانوي.
د دې درې هېوادونو ترمنځ مشترکه وجه څه ده؟
سعودي عرب د تیلو زیرمو لرلو له کبله بډای هېواد دی چې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېره وسله را نیسي او په ګاونډي هېواد یمن کې چې د عربي هېوادونو په ډله کې تر ټولو بې وزله دی، د یاغیانو د ماتولو په موخه د هوايي عملیاتو مشري کوي.
بریتانیا چې تېر کال د یوه خپاره شوي رپوټ له مخې ځان په نړۍ کې د وسلو دویم ستر صادروونکی هېواد بولي، تقریبا خپلې ۴۰ سلنه وسلې یوازې سعودي ته صادروي.
متحده عربي امارات هم چې د یمن په جګړه کې د سعودي عرب ملګری هېواد دی، د بریتانیا حکومت د ۲۰۱۹ کال د رپوټ له مخې د دې هېواد وسله رانیسي.
په یمن کې وضعیت څه ډول دی؟
بریتانوي فعالان او سیاسي اپوزیسیون د هغه اغیز په اړه پوښتنې کوي چې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د دې لوړې ګټې وټې کاروبار یې پر یمن لري، هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو د وینا له مخې د نړۍ د ناوړه بشري کړکیچ شاهد دی.
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال تر مارچ میاشتې د لږ تر لږه ۷۷۰۰ ولسي وګړو وژنه کره کړې چې ډېره برخه کې د سعودي عرب په مشرۍ د ائتلاف په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
خو نور څارونکي بنسټونه دا شمېر ډېر لوړ اټکلوي.
د وسله والو شخړو موقعیت او پېښو مالوماتو څېړنیز امریکا میشتي بنسټ د ۲۰۱۹ کال تر اکتوبر میاشتې د څه باندې سل زره کسانو مړینه ثبت کړې ده، له دې ډلې ۱۲ زره یې ملکي وګړي دي چې په مخامخ بریدونو کې وژل شوي دي.
د یمن د وګړو چې شمېر یې۲۴ ملیونو ته رسیږي، ۸۰ سلنه یې بشري مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري.
د اټکل له مخې د یمن دوه ملیونه ماشومان له سختې خوار ځواکۍ سره مخامخ دي چې نږدې ۳۶۰ زره یې له پنځو کلونو کم عمر لري.
د بریتانیا حکومت څه وايي؟
تېر کال د بشري حقونو فعالانو وروسته له هغه د بریتانیا حکومت په وړاندې لویه بریا تر لاسه کړه چې د محکمې د یوه حکم پر بنسټ سعوي عرب ته د بریتانیا د وسلو صادرات له ځنډ سره مخامخ شول او حکومت اړ کړل شو چې دې ته په پام سره چې په یمن کې له نړیوال قانونه جدي سرغړونه شوې ده او کنه؟، خپلې کړنلارې ته له سره کتنه وکړي.
له نږدې یو کال وروسته حکومت خپلې ارزونې بشپړې کړې او اعلان یې وکړ چې د وسلو پلور به له سره پیل کړي.
د بریتانیا د نړیوالې سوداګرۍ وزیره لیز ټرس وايي : "سعودي عرب د نړیوال بشري قانون د اطاعت نیت او ظرفیت لري ". نوموړي د حکومت پر دې نظر ټېنګار وکړ چې یوازې یو څو پېښې رامنځته شوي دي.
نوموړې د پارلمان غړو ته په یوه لیکلي ځواب کې ویلي: "هغه پېښې چې ( له قانونه ) ممکنه سرغړونې بلل شوې په بېلابېلو وختونو،په مختلفو شرایطو او د بېلابېلو دلایلو له مخې شوي دي. "
نیوکه کوونکي څه وايي؟
د مخالف کارګر ګوند له خوا د نړیوالې سوداګرې لپاره ویانده امېلې تورنبېري وايي له اخلاقي پلوه د حکومت پرېکړه د دفاع وړ نه ده. دا وايي په دې پرېکړې سره دوی هغه ادعا پیکه کوي چې وايي دوی د بشري حقونو مدافعین دي.
د وسلو د سوداګرۍ ضد کمپاین چې تېر کال د محکمې حکم یې په هڅو وشو، د حکومت پریکړه له اخلاقي پلوه کمزورې بللې ده.
د ایرویز په نوم بریتانوي میشت ډلې چې په منځني ختیځ کې په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله څاري، د هغه میتود په اړه شک څرګند کړی چې له مخې یې سعودي عرب ته شین څراخ ورکړل شوی.
دا ډله ادعا کوي چې د بریتانیا احصائیې د دوی د خپلو هوايي بریدونو په برخه کې د پوښتنې وړ دی او د سعودي عرب د هوايي بریدونو په اړه یې د احصائیو کره والی خو لا لرې خبره ده.
ایرویز ډله وايي: "په بریتانیا کې د څېړنو مانع دومره لوړ دی چې زموږ له نظره ناممکنه ده چې ولسي وګړو ته د زیان رسولو خبره دې ومنل شي. "
دا ډله د اسلامي دولت ډلې پرضد بریتانیا د حکومت د پنځه کاله وړاندې رپوټ په حواله دا قضیه مخته وړي.
د بریتانیا حکومت وايي په سوریه او عراق کې بریتانوي ځواکونو د امریکا په مشرۍ ائتلاف کې ۴۴۰۰ ځله وسله کارولې ده.
بریتانیا وايي چې شاهي هوايي ځواکونه یوازې د یوه ولسي وګړي د قرباني کېدو مسؤولیت لري.
ایرویز بنسټ چې د ولسي وګړو د مړینې کچه د ۸۰۰۰ او ۱۳۰۰۰ ترمنځ ښيي وايي د ولسي وګړو د مړینې د ثبت لپاره د بریتانیا میتود بې مانا دی.
معامله د څومره پیسو ده؟
د وسلو د سوداګرۍ ضد ډله وايي له ۲۰۱۵ کال راهیسې او له کله چې د یمن جګړه پيل شوې ده، بریتانیا د ۵،۳ ملیارده ( پنځه اعشاریه درې ملیارده ) پونډه په ارزښت سعودي عرب ته وسلې ورکړې دي.
دا ډله دغه راز وايي چې په همدې موده کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت بریتانیا هغو خلیجي هېوادونو ته وسله ورکړې چې د یمن په جګړه کې د سعودي عرب ملګري دي.
د وسلې د سوداګرۍ ضد ډله وايي چې دې شمېرو کې د هغو وسلو پلور نه دی شامل چې د پرانستو لایسنسونو له مخې ورکړل شوې او نه هغه ګټه په کې شامله ده چې د ترمیم او د هغه تخنیکي ملاتړ په مقابل کې یې د بریتانیا مخکښه دفاعي کمپنۍ ( بې سېستم BAE System) تر لاسه کوي چې د دې کمپنۍ سعودي عرب کې میشت کارکوونکي یې وړاندې کوي.
یاده ډله اټکل کوي چې د جګړې له پیل را هېسې د سعودي عرب په مشرۍ ټلوالې ته د ورکړل شویو وسلو او تخنیکي ملاتړ ارزښت لږ تر لږه څه باندې شل ملیارده ډالرو ته رسیږي.
په ورکړل شویو وسلو کې ټایفون او ټورناډو جټ الوتکې او په دقت کنټرولېدونکي بمونه شامل دي.
بریتانوي چارواکي په دې هېواد کې دننه د سعودي پوځي پرسونل ته د بمونو د هدف په ټاکلو او تکتیکونو په ګډون سلا مشورې ورکوي.
آیا یوازې بریتانیا وسلې پلوري؟
د شمالي اتلانتیک په لر او بر کې د پرتو هېوادونو پرتله بریتانیا له سعودي عرب په دفاعي برخه کې ډېر لږ قراردادونه لري.
د سټاکهولم د نړیوالې سولې انسټیټیوټ د مالوماتو له مخې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ موده کې سعودي ته شاوخوا ۷۳ سلنه وسلې له امریکا واردې شوي دي. بریتانیا دې لړ کې دویم ځای لري او د سعودي د وسلو د وارداتو ۱۳ سلنه جوړوي. فرانسه دې لړ کې دریم هېواد دی چې سعودي عرب ته ډېرې وسلې ورکوي او اندازه یې ۴.۳ سلنې ته رسیږي.
د دې بنسټ مشر څېړونکی پيټر ویزمن وايي په تېرو پنځو کلونو کې د امریکا د وسلو د صادراتو سمه نیمايي برخه منځني ختیځ ته شوي دي او له دې دلې نیمايي یې سعودي عرب ته ورکړل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي عرب او د ټلوالی ملګری هېواد متحده عربي امارات په سیمه کې د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو د ورانکاریو پرضد دفاعي کرښه بللي دي.
باور دادی چې ایران په یمن کې د سعودي عرب په مشرۍ له ټلوالۍ سره د حوثي یاغیانو جنګیدونکې ډلې ملاتړ کوي خو ایران دا تور ردوي.
راتلونکې کې به څه کیږي؟
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راډ په یوه مقاله کې چې په فایننشیال ټایمز کې خپره شوې ویلي، بریتانیا هڅه کوله یمن کې سوله راولي او بشري مرستو کې برخه واخلي.
هغه په ټول یمن کې د اوربند غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې بریتانیا، جرمني او سویډن یو ځای سږ کال دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د ملاتړ لپاره د ۳۶۵ ملیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د کولرا ناروغۍ ترڅنګ چې د ریکارډ تر کچې رسېدلې یمن دغه راز له ګوویډ-۱۹ ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی او د دې هېواد یوازي نیمايي روغتیايي مرکزونه بشپړ فعال دي.
په تېره اپریل میاشت کې سعودي عرب د کورونا وېروس د وبا له امله له خپل لوري د اوربند اعلان وکړ. خو حوثي یاغیانو دا اوربند رد کړ او غوښتنه یې وکړه چې پر پلازمېنه صنعاء پر الوتنو لګول شوی بندیز لرې او پر بندري ښار حدیده دې سمندري کلابندي ماته شي.
دا مهال بندیزونه دوام لري او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د جګړې له امله رامنځته شوی زیان به د هغه ناورین پرتله کم دی چې راتلونکې کې به پيښیږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې یمن کې د کورونا وېروس له امله ښايي رامنځته شوې مړینه تر هغه لوړه شي چې په تېرو پنځو کلونو کې د جګړې، ناروغیو او لوږې له امله رامنځته شوې ده.