د بوسنیايي مسلمانانو د ټولوژنې یاد
د خپرېدو وخت
نن د جولای ۱۱مه، د بوسنیا په Srebrenica کې د مسلمانانو د ټولوژنې ۲۵م کال کېږي، هغه مهال چې بوسنيايي سربیانو، دغه کوچنۍ مېنه، تر ولکې لاندې کړه او په لویه کچه یې اوسېدونکي ورته ووژل. هر کال د دې پېښې یاد په لویو غونډو کېږي، خو سږ کال به، د کورونا وبا له امله خلک نه را ټولېږي. د بي بي سي الن لېټل د بوسنیا جګړه له هماغه اولو ورځو څارلې ده.