د ترکیې پر پرېکړه نیوکې شوې

د ویډیو تشریح، د ترکیې پر پرېکړه نیوکې شوې
د خپرېدو وخت

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د ترکیې پر هغې پرېکړه نیوکه کړې ده چې له مخې یې د نړۍ یو تر ټولو لرغونې ودانۍ، ایا سوفیه بېرته په جومات بدلوي. د نړۍ دغه کلتوري میراث، په شپږمه پېړۍ کې د Byzantine یا ختیځ روم امپراطورۍ یوې کلیسا په ډول جوړ شوی وو. په ۱۵مه پېړۍ کې د عثماني خلافت په دوره کې په جومات بدل شو. د شلمې پېړۍ په پیل کې بیا موزیم شو. دغه رپوټ له استنبول، اورلا ګورین، را لېږلی.