هغو ته د کارپوهانو خبرداری چې د قرنطین پر مهال یې ’ مناسب ویر‘ نه دی کړی

د ویډیو تشریح، هغو ته د کارپوهانو خبرداری چې د قرنطین پر مهال یې ’ مناسب ویر‘ نه دی کړی
د خپرېدو وخت

دلته انګلنډ او وېلز کې له هغه راهيسې چې د دې تېر مارچ له نيمې د کورونا ويروس له امله بنديزونه لګېدلي، له ۱۸۰ زرو ډېر خلک مړه شوي دي. يو شمېر یې د کورونا ويروس له امله مړه شوي، د ډېرو نورو د مړينې لامل نورې ناروغۍ وې. خو له امله يې لګېدلی ښاربنديز پر دې معنا و، چې ډېر کم خلک جنازو ته تلی شوی، او لکه څنګه یې چې غوښتل هغسې يې وير کولی شوی. اوس کارپوهان خبرداری ورکوي، دا ښايي د ځنډلي وير او ځينو حالتونو کې له ذهني ټکان سره په تړاو د احساس يو مهالنی بم وي.