پر انټي - باډي معایناتو نیوکې

د ویډیو تشریح، پر اڼټي باډي معایناتو نیوکې
د خپرېدو وخت

په تېرو څو اوونیو کې د Anti-body په نامه ټسټ یا معایناتو خبرې کښته پورته کېدې.

دا هغه معاینات دي چې درته وايي تاسې کورونا وایرس تېر کړی او که نه.

دلته د بریتانیا لومړي وزیر وويل خپلو خلکو ته د دې معایناتو اسانتیا برابروي او ښايي ډېر څه ورسره بدل شي نو ځکه خو یې حکومت نژدې لس میلیونه انټي باډي ټسټونه واخیستل خو یوه ډله لوړپوړي ساینسپوهانو او ډاکترانو د حکومت پر دې پرکړې - چې خلکو ته یې د دې معایناتو اجازه ورکړې - نیوکه کړې ده.

ساینسپوهان وېره لري چې دا کار تر وخت او د دې ټسټ پر اغېزمنتیا له لازمو ازموینو - وړاندې کېږي.