تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سکاټلنډ ګلاسګو کې د چاکو برید: پولیسو یو کس په ډزو وژلی
د چاکو برید له یوې پیښې وروسته د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې پولیسو یو کس په ډزو وژلی دی. له پېښې وروسته د یوه ۴۲ کلن پولیس افسر په ګډون شپږ ټپي کسان روغتون ته لېږول شوي دي.
چارواکي وايي، پولیس افسر سخت ټپي دی، خو روغتیا یې اندېښمنونکې نه ده. مخکې ویل شوي وو، چې برید په یوه هوټل کې شوی، چې پناه غوښتونکي پکې اوسي او هلته هم دوه کسان وژل شوي دي.
خو اصلاً داسې ښکاري چې یوازې دغه مشکوک کس وژل شوی دی.
پولیس وايي، پېښې ته یې د ترهګرۍ پېښې په څېر غبرګون نه دی ښوولی.
په روغتون کې د نورو ټپیانو عمرونه ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۳۸ او ۵۳ ښوول شوي دي.
د پولیسو یوه ویاند وویل، حالت (کابو) دی او خلک له هېڅ خطر سره مخامخ نه دی.
یو عیني شاهد کریګ میلوري چې د یوه نژدې دفتر له کړکۍ یې له پېښې وروسته حالت لیدلی وايي، څلور کسان په امبولانس کې له دغه ځایه ولېږدول شول.
نوموړي پي اي خبري شبکې ته وویل:
''یو سړی مې ولید چې پر ځمکه پروت و. افریقایي الاصله ښکاریده، بوټان یې پر پښو نه وو. یوه بل کس یې مټ نیولی و. نه پوهېږم د مرمۍ ټپ به و، د چاکو زخم به و او که څه بل شی و، نه پوهېږم. ''
ښاغلی میلیوري وايي، د ده په باور دا له څلورو کسانو یو و چې روغتیا پالانو په امبولانس کې ولېږدول. نوموړي زیاته کړه:
''له هغه وروسته مو. نور امبولانسونه ولیدل او پولیس مو ولیدل چې هوټل ته دننه یې منډې وهلې. ''
د سکاټلنډ پولیسو تایید کړې چې د دغه ځواک پر یوه افسر د چاکو ګوزارونه شوي.
اعلی وزیره نیکولا ستورجیون وايي حالت 'رښتیا وحشتناک ' دی. نوموړې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.
بل لور ته د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي 'په ګلاسګو کې بوږنونکې پېښې سخت خواشینی ' کړی دی.
د سکاټلنډ پولیسو مشر سټېو جانسن له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته له ورتلو ډډه وکړي.