د ټرمپ په هکله ناندریز کتاب کې د جان بولټن لس لویې ادعاوې

د خپرېدو وخت

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په اړه ډېر شمېر کتابونه لیکل شوي، خو دا چې د وروستي کتاب لیکوال د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د لوړې کچې پخواني چارواکی دی او هغه څه چې په دې کتاب راغلي، دې کتاب ته ډېر پام ور اړولی.

د هغه په کتاب 'د هغه کوټه چې دا هر څه پکې پېښ شول' کې ډونلډ ټرمپ د داسې یوه ولسمشر په توګه یاد شوی چې د سیاست په لومړنیو مسایلو نه پوهیږي او پرېکړې یې د یوې بلې دورۍ ولسمشرۍ لپاره له هیلې سرچینه اخلي.

د ښاغلي ټرمپ نیوکه کوونکي وايي چې جان بولټن ولې د ولسمشر د استیضاح پرمهال په دې اړه خبرې نه کولې. خو ولسمشر ټرمپ خپل دا لوی سلاکار " بې کفایته " او " زوړ احمق " بللی دی.

سپینه ماڼۍ هڅه کوي د کتاب خپرېدلو مخه ونیسي ، خو امریکایۍ رسنیو د دې کتاب کاپیانې تر لاسه کړي او د ځینو ټکو په خپرولو یې پيل کړی، چې ځینې برخې یې دلته را اخلو:

۱- ټرمپ له چینه غوښتي چې په بیا ټاکل کېدو کې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي بولټن په دې کتاب کې تېر کال په جاپان کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزې پرمهال له خپل چینايي انډول شي جېنګ پېنګ سره د ډونلډ ټرمپ غونډې په اړه ځینې مطالب لیکلي.

نوموړی وايي ولسمشر ټرمپ د غونډې موضوع " په حیرانوونکې توګه د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته واړوله، د چین اقتصادي وړتیاوو ته یې اشاره وکړه او له ولسمشر شي یې وغوښتل چې د ده د بریا یقیني کولو لپاره وسیله شي".

" هغه د کروندګرو پر ارزښت ټېنګار وکړ او هغه اغیز ته یې اشاره وکړه چې د چین له خوا د لا ډېرو غنمو او سویابینو را نیول یې د ټاکنو پرپایلو لري".

د امریکا په لوېدیځ منځنیو ایالتونو کې کرنه یوه له مهمو صنعتونو ده او دا هغه ایالتونه دي چې ولسمشر ټرمپ یې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې تر بریا ورساوه.

۲- ټرمپ ویلي د توقیف لپاره د کمپونو جوړول " سم کار دی"

له ایغور توکمو مسلمانانو سره د چین د چلن له امله په نړیواله کچه نیوکې شوې دي، دا ځکه چې فکر کیږي چې چینايي چارواکو شاوخوا یو ملیون ایغوریان په سېنګیانګ ایالت کې توقیف کړي دي.

ولسمشر ټرمپ د چارشنبې پر ورځ پر هغو چینايی چارواکو بندیزونه ولګول چې د ایغوریانو په توقیف کولو کې ښکېل دي، چین پر دې غصه ښودلې ده.

خو بولټن په خپل دې کتاب کې وايی کله چې ولسمشر شي د لویو توقیف ځایونو څخه دفاع وکړه ټرمپ د چین د کړنو تایید وکړ.

ښاغلي بولټن لیکلي :" زموږ د ژباړونکي له مخې ټرمپ وویل شي دې د توقیف ځایونو جوړولو ته دوام ورکړي او دا داسې چاره ده چې د امریکا ولسمشر سمه بللې او په کار ده چې دوام ورکړل شي".

۳- د ټرمپ "شخصا دیکتاتوران خوښیږي"

د چین مشر یوازېنی هغه اقتدار خوښوونکی نه دی چې بولټن ادعا کوي ولسمشر ټرمپ ورته ځان نږدې کوي.

ښاغلي بولټن لیکلي چې ټرمپ په قضايي څېړنو کې " د هغو دیکتاتوران د خوښې لپاره لاس وهنه کوله چې د ده خوښیږي. "

بولټن په خپل کتاب کې زیاتوي چې په ۲۰۱۸ کال کې ولسمشر ټرمپ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته وړاندیز وکړ چې په هغو څېړنو کې به مرسته وکړي چې په امریکا کې د هغه ترکي شرکت په اړه کېدلې چې پر ایران له لګول شویو بندیزونو نه د سرغړونې په قضیه کې تورن و.

د امریکا ولسمشر وویل چې " دې برخه کې به پام کوي" او هغه کسان چې په دې څېړنو کې ښکیل یې هغه یې د " اوباما کسان " وبلل.

۴- دیموکراتانو باید د استیضاح لپاره هڅو ته دوام ورکړی وای.

ښاغلي بولټن په دې کتاب کې د دیموکراتانو د هغو ادعاوو ملاتړ کړی چې ولسمشر ټرمپ غوښتل چې پر اوکرایین مرستې د دې لپاره وځنډوي چې د ده د سیال جوبایډن په اړه یې څېړنو لپاره پرې فشار راوړي.

که څه هم بولټن په دې کتاب کې پر دیموکراتانو نیوکې کړي او ویلې یې دي چې دوی استیضاح برخه کې یوازې پر اوکرایین د تمرکز له امله "ناسم چلن کړی ". دی وايي که دیموکراتانو څېړنې پراخې کړې واي نو ډېرامریکایان به یې په دې قانع کړي وای چې ولسمشر ټرمپ " لوی جرمونو او سرغړونې" او اړتیا ده چې له دندې ګوښه کړل شي.

د یادولو ده چې بولټن د استازو جرګې په هغو غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه چې د ټرمپ د استیضاح لباره را بلل شوې وې. دغه راز په سنا مجلس کې د جمهوریت پالو ګوند استازو په وړاندې هم حاضر نه شو.

۵- ټرمپ له دوه دورو د زیات وخت لپاره د ولسمشر په توګه پاتې کېدو ته اشاره کړې ده.

ښاغلی بولټن په خپل کتاب کې وايي چې ولسمشر ټرمپ خپل چینايي انډول شي ته ویلي چې امریکایان غواړي چې په اساسي قانون کې د تعدیل له لارې دی له دوه دورو زیات د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړي.

بولټن وړاندې لیکي: " دا خبره هغه وخت یاده شوه چې کله ولسمشر شي وویل غواړي له ولسمشر ټرمپ سره د نورو شپږو کلونو لپاره ګډ کار وکړي او ټرمپ په ځواب کې وویل چې خلک وايي چې د ده لپاره باید په اساسي قانون کې د دوه دورو قید لرې کړل شي".

" شي وویل چې متحده ایالتونه ډېرې ټاکنې لري، او دی نه غواړي چې له ټرمپه لرې شي، د امریکا ولسمشر د خپل چینايی انډول د خبرې د تایید په پار سر وخوځاوه".

۶- ټرمپ نه پوهېده چې برېتانیا یو اټومي ځواک دی

له امریکا او شوروي اتحاد وروسته برېتانیا دریم هېواد و چې په ۱۹۵۲ کال کې یې اټومي ازمایښت وکړ. خو ټرمپ په دې نه پوهېده چې برېتانیا د اټومې ځواک لرونکو هېوادونو د ډلې غړی دی.

د برېتانیا له پخوانۍ لومړۍ وزیرې ټېرېزا مۍ سره د ټرمپ د یوې غونډې په اړه بولټن لیکي چې دې غونډه کې یوه برېتانوي چارواکي دې ته ا شاره وکړه چې برېتانیا یو اټومي ځواک دی.

بولټن وايي، ټرمپ یې په ځواب کې وویل : " اوه، تاسې یو اټومي ځواک یئ؟"

دی وايي د ټرمپ دا تبصره کومه ټوکه نه وه.

۷- فنلنډ د روسیې یوه برخه ده؟

بولټن وايي په نورو برخو کې هم د ټرمپ پوهه کمزورې ده.

د فنلنډ په پلازمېنه هلسنکي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له غونډې وړاندې ټرمپ پوښتنه وکړه چې " فنلنډ خو به په یو ډول د روسیې برخه نه وي؟"

بولټن وايی د استخباراتو اړوند هغو غونډو کې چې ټرمپ برخه اخلي " ګټورې نه وې " ځکه په ډېرو مواردو کې دی " له کارپوهانو ډېرې خبرې کوي او اکثرا داسې څه وايي چې د غونډې موضوع سره بالکل تړاو نه لري ".

۸ - ډېر نږدې وو چې له ناټو خپله لار جلا کړي

ټرمپ پر ناټو ډېرې نیوکې کړي او لا هم پر دې سازمان یو له سختو نیوکه کوونکی دی. دی د ناټو له نورو غړو هېوادونو غواړي چې په پوځي برخه کې لګښتونه زیات کړي.

خو له دې سره لا هم امریکا د ناټو غړی هېوادی، خو بولټن وايي د ۲۰۱۸ کال په سرمشریزه کې ټرمپ تصمیم درلود چې امریکا باید له دې سازمانه ووځي.

بولټن وايي ټرمپ هغه وخت وویل : " موږ به - ناټو غړیتوب - پریږدو او د هغو چا دفاع نه کوو چې د خپل برخې لګښتونه نه ورکوي".

۶- پر ونزویلا برید به " یو ښه کار وي"

د امریکا په بهرنۍ کړنلاره کې ونزویلا یو سرخوږی دی، ځکه واشنګټن د دغه هېواد له ولسمشر نیوکولاس مدورو سره جدي مخالفت لري.

په دې اړه ټرمپ خبرو پرمهال ویلي چې پر ونزویلا برید به " یو ښه کار " وي او په حقیقت ونزویلان د " امریکا یوه برخه ده"

بولټن وايي د " د شوروي اتحاد د پروپاګند یو غوره بېلګه" له ولسمشر پوتین سره د ټرمپ په ټلفوني خبرو کې ولېدل شوه. د ۲۰۱۹ کال په مۍ میاشت کې په دې خبرو کې پوتین د ونزویلا د اپوزیسیون مشر خوان ګایدو له هیلارې کلنټن سره پرتله کړه چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې یې له ټرمپ سره سیالي کوله، او " ټرمپ تر ډېره ومنله".

بولټن وايي په دې خبرې سره د پوتین هدف د ونزویلا له ولسمشر مادورو دفاع و. په ۲۰۱۸ کال کې ټرمپ کیڼ لاسی ولسمشر نیکولاس مدورو دکتاتور بللی وو او پر دغه هېواد یې بندیزونه ولګوله، خو مدورو لا هم په واک کې دی.

۱۰- آن ملاتړي یې هم پرې ملنډې کوي

د بولټن په کتاب کې د هغو ملنډو ډېرې بېلګې راغلي چې د سپینې ماڼۍ کار کوونکو پر ټرمپ وهلي.

دي کتاب کې د ټرمپ تر ادارې لاندې سپینه ماڼۍ " ګډه وډه " بلل شوې، او غونډې یې په ځای د دې چې د کړنلارو ټاکلو لپاره په رښتینې مانا هڅې وي د " د ماشومانو شخړو " ته ورته وي.

بولټن وايي د هغه مهال د ولسمشر د دفتر مشر جان کیلي د ده د دندې په پیل کې خبر داری وکړی و چې " دا ځای د کار لپاره یو ډېر ناوړه ځای دی او په خپله به یې هم ووینې".

داسې هم ویل شوي چې آن د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې ټرمپ ته وفادار بلل کیږي لیکلي وو چې ولسمشر ټرمپ 'له چټیاتو ډک '