سپینه ماڼۍ د جان بولټن د کتاب د خپرېدو مخنیوي هڅه کوي

د خپرېدو وخت

سپینه ماڼۍ هڅه کوي چې د امریکا د ملي امنیت پخاني سلاکار جان بولټن د کتاب د خپرېدو مخنیوی وکړي. له واشنګټنه وروستي رپوټونه وایي، د عدلیې وزارت د دې کار لپاره د بېړني امر غوښتنه کړې او ادعا کوي چې دا کتاب د امریکا ملي ګټو ته زیان رسولی شي.

خو د امریکا د اساسي قانون کارپوهان وایي، ګرانه ده چې حکومت دې د دې کتاب د خپرېدو مخنیوی وکړای شي، ځکه چې د کتاب ځینې برخې وار د مخه په رسنیو کې خپرې شوې دي.

سپینه ماڼۍ هم ادعا کوي‌ چې په دې کتاب کې ځینې مهم او محرم رازونه راخیستل شوي، او باید ورنه و ایستل شي.‌ خو پخپله جان بولټن د عدلیې وزارت او د سپینې ماڼۍ دا ادعاوې ردوي.

د امریکا د ملي‌ امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په دې کتاب کې ادعا کړې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ګټلو لپاره د چین له ولسمشر شي جېنپنګ نه د مرستې ترلاسه کولو هڅه کړې وه.

امریکایي رسنۍ وایي، جان بولټن په دې کتاب کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ غوښتل چې چین له امریکایي کروندګرو نه کرنیز توکي او فصلونه واخلي.‌

د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن دا کتاب (هغه کوټه چې دا هر څه پکې وشول) نومېږي او ټاکل شوې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۲۳مه نېټه خپور شي.

‌‌څارونکي‌ وایي،‌ دا هر څه په تېره فبرورۍ میاشت کې د ولسمشر ډونلډ د استیضاح ناندرۍ ته ورته دي.

په دې کتاب کې جان بولټن د یوې داسې مهمې ادعا په اړه هم غږېدلی چې پر بنسټ یې د ولسمشر ټرمپ استیضاح پروسه پیل شوې وه.

پر ولسمشر ټرمپ تور دی چې د اوکراین پر ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي یې فشار راوړی و چې د امریکا د پوځي مرستو په بدل کې باید د ده ټاکنیز سیال جو بایډن او د هغه د زوی پر ضد د فساد قضیه پرانیزي.‌

دیموکراتانو پر همدې بنسټ د ولسمشر ټرمپ د استیضاح لپاره یو اوږد کمپاین پیل کړ، خو په پیل کې بریالي‌ نشول چې نوموړی له واکه لېرې کړي.‌

اوس ویل کېږي‌ چې جان بولټن په خپل راتلونکي‌ کتاب کې پر دې موضوع ښکاره خبرې کړې دي، او دا یې هم منلې چې ولسمشر ټرمپ ورته مخامخ وویل چې په ټاکنو کې د بریا لپاره به پر اوکراین فشار راوړي.‌