هند کې د ژور خفګان په هکله بحثونه

د ویډیو تشریح، د ژور خفګان په هکله بحثونه
د خپرېدو وخت

د یکشنبې پر ورځ د بالیووډ د مشهور فلمي ستوري سوشانت سېنګ راجپوت ځانوژنې یو ځل بیا د رواني روغتیا په اړه بحث را پورته کړی دی.

دغه ۳۴ کلن په ممبۍ کې په خپل کور کې مړ موندل شوی وو. پولیس وايي ظاهرآ پېښه ځانوژنه ښکاري. دې خبر ته مینه والو او نورو بالیووډ ستورو د خواشیني غبرګون ښودلی دی خو بحث ژر په ژور خپګان او رواني روغتیا واوښت.