هند: قرنطین کې نرمښت، خو د ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی
د خپرېدو وخت
په هند کې پرون مغازې، عبادت ځایونه، دفترونه، او رسټورانونه بېرته پرانیستل شول. هند دوې میاشتې په قرنطیني حالت کې و خو دغه هېواد په داسې وخت کې بېرته محدودیتونه لرې کوي چې د کورونا وېروس مثتبې پېښې پکې په ډېرېدو دي. په هند کې دمګړۍ څه باندې ۲۶۷ زره خلک په کوېډ ۱۹ اخته دي. د مړو شمېر یې نژدې اووه نیم زره دی.