تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: په ایران کې پرلپسې درېیمه ورځ تر ۳ زره ډېر ناروغان تشخیص شوي
په ایران کې دریېمه پرلپسې ورځ د کورونا وېروس له درې زره ډېر نوي ناروغان تشخیص شوي دي. د ایران عامې روغتیا وزارت چارواکو په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۷۴ کسانو کې کوویډ - ۱۹ ناروغي تشخیص شوې ده.
د دغه هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وضعیت (خواشینونکی) بلل شوی او په لویدیځ خزیستان نومي ولایت کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی.
ماهرین د نویو ناروغانو شمېر ډېرېدو یو شمېر لاملونه یادوي، چې تر ټولو لوی لامل یې د خلکو له لوري د ټولنیز واټن نه مراعتول بولي.
د تېر کوچني اختر پر ورځ د حکومت له څرګند خبرداري سره زرګونه ایرانیان د هېواد هغو سیمو ته تللي وو، چې (ریډ زون) یا خطرناکه سیمه بلل کېږي.
دغه راز تر ځمکه د لاندې ریل ګاډي تم ځایونه، بانکونه او دفترونو د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک دي.
چارواکو څو ځله د وبا دویم ځل خپریدو خبر داری ورکړی، خو سملاسي داسې نه ښکاري چې د قرنطین بیا پلي کولو لپاره کوم ګام اخلي.
په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر شپږ اعشاریه څلور میلیونو کسانو ته رسېدلی او د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه د ۳۸۳ زره کسانو مړینه تایید شوې ده، د برتانیا ټرانسپورټ وزیر ګرانټ شاپس وايي، د جون له ۱۵ مې وروسته به په ښاري ټرانسپوټ کې د سفر پر مهال د مخ پټول یا ماسک اغوستل لازمي وي.
نوموړی ماشومان به له دې امره مستثنا وي. د نوموړي په خبره، موږ هغه څه کوو، چې نور هېوادونه یې کوي.
د ښاغلي شاپس په خبره ماسک بشپړ خوندیتوب نه دی، خو په خبره یې تر یوه بریده خوندیتوب رامنځته کوي.
د ګرانټ شاپس په وینا هغه کسان چې په ښاري ټرانسپورټ کې ماسک و نه کاروي، جریمه کېږي او د سفر کولو مخه به یې ونیوله شي.
بل لور ته د دغه هېواد د لومړي وزیر بوریس جانسن په هکله ویل کېږي چې د سوداګرۍ له سکرتر الوک شرما سره یې د سې شنبې پر ورځ له هغه یوه ورځ مخکې لیدلي چې نوموړي سکرتر د کورونا علاماتو له څرګندیدو وروسته ځان قرنطین کړ.
بل لور ته فرانسې حکومت د روغتیا احتیاطي تدبیرونو په لړ کې د باستیل ورځې لمانځنې په مناسبت دودیز پوځي مراسم لغو کړي، چې هر کال د جولای پر ۱۴ مه تر سره کېږي.
په لاتین امریکا کې وضعیت ناوړه بڼه خپله کړې، چې مکسیکو په یوه ورځ کې تر ۱۰۰۰ د ډېرو کسانو مړینه اعلان کړې او دغه راز په برازیل کې په بې ساري توګه د کورونا وېروس له کبله ورځۍ مړینې شمېر ۱۳۴۹ کسانو ته رسېدلی.
هلته په امریکا کې د بې روزګارو کسانو شمېر له مارچ میاشتې تر اوسه پورې ۴۲ میلیونو کسانو ته رسېدلی دی.