له قرنطین وروسته ښوونځي څنګه فعالیت کوي؟

د ویډیو تشریح، له قرنطین وروسته ښوونځي څنګه فعالیت کوي؟
د خپرېدو وخت

د نړۍ په لرو بر کې حکومتونه د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره خپل لګېدلې محدودیتونه کموي. په ډېریو هېوادونو کې ښوونځي بېرته پرانیستل کېږي خو داسې وېرې شته چې ښايي د ښوونځیو له پیل سره بیا د وایرس قضیې ډېرې شي. په هالنډ کې د مې پر ۱۱مه ماشومان بېرته ښوونځیو ته ولاړل. بي بي سي همدغلته یوه ښوونځي ته ورغله چې وګوري اغېز پر کوچنیانو څنګه و؟