کورونا وېروس؛ بلوچستان کې د ناروغانو د شخصي معلوماتو پر شریکولو بندیز لګېدلی

د خپرېدو وخت

د پاکستان بلوچستان صوبې چارواکو د کورونا وېروس ناروغانو د شخصي معلوماتو پر شریکولو بندیز لګولی.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم د روغتیا صوبايي سکرترې ربابه بلیدي له قوله وايي، د شخصي معلوماتو شریکول د ناروغان لپاره د ذهني ناارمي سبب کېږي او تبعیضي چلند ورسره کېږي، چې په وینا یې له کبله یې په روغتونونو کې د معایناتو شمېر هم کمېږي.

ډاکټره ربابه وايي، باید ټولنیزه رویه کې بدلون راشي، ځکه په وینا یې کورونا داسې ساري ناروغي نه ده، چې ناروغانو ته یې په سپک نظر وکتل شي.

د نوموړې له دفتره د ځايي روغتونونو مسوولینو ته لارښوونه شوې، چې وضعیت ته په کتو باید په روغتونونو او لابراتوارونو کې د ناروغانو شخصي معلومات له افشا کېدو خوندي وساتي.

ډاکټره ربابه وايي، د صوبې په یو شمېر سیمو کې ځینې ناروغانو د شخصي معلوماتو افشا کېدو شکایتونه کړي دي.

بل لور ته د نړۍ په لر او بر کې نژدې ۶۴ لکه کسان پر کورونا وېروس اخته دي، چې درې لکه ۸۲ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.

امریکا متحده ایالتونه دا مهال په نړۍ کې تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی، چې ۱۸ لکه اوسېدونکي یې پر دغه ناروغي اخته دي او نژدې یو لک امریکایان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

بل لور ته یونان د قطر له دوحې ورغلې یوه الوتکه کې د ۱۲ مسافرو له ناروغ ثابتېدلو وروسته تر ۱۵ جون پورې پر ټولو الوتنو بندیز لګولی.

پر کوویډ- ۱۹ اخته دې مساپرو کې نهه پاکستانیان وو.

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن بیا له کورونا سره د مبارزې ورځنۍ غونډه کې وویل، د مساپرو لپاره قرنطین اقدامات سخت دي، خو په وینا یې له نویو پېښو د ژغورل کېدو لپاره اړین هم دي.

نوموړی وايي، 'له هغو هېوادونو سره د تګ راتګ دهلیزونو په تړاو غور کېدای شي، چې د مثبتو پېښو شمېر پکې کم دی، خو دا هم هغه مهال شونې ده، چې خوندیتوب باوري شي. '

په نړیواله کچه د کورونا مخنیوي واکسین چمتو کولو هڅې کېږي او ښاغلی جانسن به د پنجشنبې پر ورځ په 'ګیوي انټرنېشنل واکسین الاینس ' غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړي په نننۍ غونډه کې له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې په باراني موسم کې کورونو ته د مېلمنو له بللو ډډه وکړي، چې له دې کبله د وېروس خپرېدو خطر زیاتېږي.

بل لور ته په پاکستان کې پر کوویډ-۱۹ د اخته کسانو شمېره له ۸۰ زرو لوړ شو. پاکستان کې د دې وبا له امله تر اوسه ۱۶۸۸ تنه مړه شوي او ۲۸۹۲۳ تنه ترې روغ شوي دي.

د دې هېواد د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په اسلام اباد کې پر کورونا وېروس ۳۱۸۸، پنجاب کې ۲۹۴۸۹، سند کې ۳۱۰۸۶

پښتونخوا کې ۱۰۸۹۷، بلوچستان کې ۴۷۴۰ ، ګلګت بلتسان کې ۷۷۹ تنه اخته دي او د دې هېواد تر ولکې لاندې کشمير کې ۲۸۴ تنه پر کوویډ-۱۹ اخته شوي دي.

د کورونا وېروس د دې هېواد د سند صوبه ډېره ځپلې چې پکې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر له ۳۱ زرو لوړی دی او دې وبا دغلته د نورو ایالتونو پرتله ډېر کسان مړه کړي هم دي.