تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر له شپېتو لکو واوښت
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېر له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر اوس له شپېتو لکو اوښتی دی. همدا راز تر دېد دمه په ټوله نړۍ کې څه باندې درې لکه اویا زره کسان له کووېډ-ناروغۍ مړه شوي دي.
امریکا لا هم په ټوله نړۍ کې ډېر ځپل شوی هېواد دی، چې د مثبتو پېښو شمېر پکې ۱۷ لکو کسانو ته رسېدلی او همدار راز یو لک او څلور زره کسان تر اوسه مړه شوي دي.
داسې ښکاري چې اروپایي هېوادونو لږ تر لږه د اوس لپاره وضعیت کنترول کړی، خو د برازیل، پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو هېوادونو کې وضعیت په خرابېدو دی.
برازیل کې تر دې دمه نږدې ۲۹ زره کسان له کووېډـ۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي، چې په نړۍ کې د مړینو له پلوه تر امریکا، بریتانیا او ایټالیا وروسته اوس څلورم ځای لري.
برازیل کې همدا راز نږدې نیم میلیون مثبتې پېښې ثبتې شوې دي، چې په نړۍ کې د مثبتو پېښو دویم تر ټولو لوړ شمېر دی.
خو له دې بوږنوونکي وضعیت سره سره ولسمشر ژایر بولسونارو لا هم پر خپل پخواني دریځ ولاړ ښکاري او دا هسې یوه عادي وبا بولي.
پاکستان کې خرابېدونکی وضعیت:
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوويډ-۱۹ ناروغانو تر بل هر وخت زیات شمېر، یعنی ۳ زره کسان ثبت شوي دي. له دې سره پاکستان کې د ټولو ناروغانو شمېر اویا زرو ته نږدې شوی دی.
بل پلو د دغه هیواد د بېړنیو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د هیواد په لر او بر کې روغتونو ته سل نور د اکسیجن ماشینونه ورکړي دي.
په سیند ایالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو ایالتونو د کورونا وېروس ډېرې مثبتې پېښې رامخې ته شوي دي. هلته ایالتي چارواکي وايي، یوازې نن یکشبه د کورونا وېروس څه کم نهه سوه پېښې ثبت شوې دي، او شپاړس کسان له دې وېروسه مړه شوي دي.
په یاد ایالت کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۸ زرو اوښتی. ورپسې په پنجاب ایالت کې ۲۵ زره، په خیبرپښتونخوا کې نهه نیم زره او بلوچستان کې شاوخوا څلور زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
د پاکستانيو چارواکو په خبره په دغه هیواد کې تراوسه پورې تر ۲۵ زره زیات کسان له یاد رنځه رغېدلي دي.
بلې خواته په اسلام اباد کې له بېړنیو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د پاکستان په لر او بر کې روغتونو ته سل اکسیجن ماشینونه ورکړي، چې څلور واړه ایالتونو، پلازمېنې اسلام، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان ټولو ته لس لس ماشینونه ورکړل شوي دي.
وینټیلېټرز یا د اکسیجن ماشینونو د کوو-يد۱۹ ناروغۍ هغو ناروغانو لپاره اړین دي چې په ساه اخیستلو کې ستونزه لري او د همدې ماشینونو له لارې په ساه اخیستلو کې مرسته ورسره کېږي.
له هغه راهیسې چې د کورونا وېروس خپور شوی په ټوله نړۍ کې د دغو ماشینونو کمی دی، خو په پاکستان کې بیا دغه کمی لا نور زیات دی.