"له سعودي د وتلي استخباراتي چارواکي د بچیانو نیول"

د خپرېدو وخت

د سعودي د یوه پخواني استخباراتي چارواکي سعد جبري کورنۍ وايي، چې دغه هېواد کې د نوموړي یو زوی او یوه لور نیول شوي دي.

سعد الجبري د لوېدیځ پرضد د القاعده د بم دسیسې په شنډولو کې مرسته کړې وه. هغه درې کاله مخکې سعودي کې د ولیعهد محمد بن سلمان له خوا د چارواکو د چاڼولو له بهیر مخکې کاناډا ته لاړ.

سعد الجبري د برتانیا د اېم ۶ او نورو لوېدیځو څارګرو ادارو سره د اړیکو مهم کس و. لوېدیځ کې پخواني استخباراتي چارواکي هم وايي، چې اوس د نوموړي کورنۍ ځورول کېږي.

د هغه مشر زوی خالد الجبري هم بي بي سي ته وویل، چې د کورنۍ غړي یې د یرغملو په څېر ژوند کوي.

"عمر او سارا د مارچ پر ۱۶ سهار وختيد نږدې پنځوسو امنیتي سرتېرو له خوا چې ۲۰ ګاډو کې راغلي وو، له بسترو پورته او وتښتول شول".

په ریاض کې د دوی کور پلټل شوی او امنیتي کمرو کارتونه اېستل شوي او دې ۲۱ او ۲۰ کلن سارا او عمر ته دا نه دي ویل شوي چې ولې نیول کېږي او نه یې هم له هغه را هیسې له کورنۍ سره اړیکه شته.

خالد د خپل ورور او خور نیول د سعودي حکومت "ښکاره بدماشي" بولي.

خالد الجبري بي بي سي ته وویل، چې کورنۍ یې لومړیو کې د رسنیو له خپرولو پرته د خپل ورور او خور د خوشي کولو لپاره له سعودي چارواکو سره خبرې وکړې، خو بې نتیجې وې:

"داسې نښې شته چې ډاکټر سعد له ډېرو ګواښونو سره مخ شوی او کاناډايي چارواکي دا موضوع سخته څاري".

سعد الجبري څوک دی؟

سعد الجبري په سکاټلنډ کې له ایډنبرا پوهنتون د مصنوعي هوش برخه کې ډاکټري ترلاسه کړې ده.

نوموړی پخوا د سعودي کابینه کې غړی و او تورنجنرال هم دی.

ښاغلی الجبري د پخواني ولیعهد محمد بن نایف ښی لاس بلل کېده چې له القاعده سره مبارزه کې یې مهم رول درلود.

د نوموړي په هڅو سره لوېدیځو استخباراتو پر ۲۰۱۰ کال ټرانسپورټي الوتکه کې د القاعده بم شنډ کړ.

دا الوتکه شیکاګو ته تله او برتانوي څارګرو د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې دا بم پکې وموند.

د لوېدیځو څارګرو په خبره، د ښاغلي جبري د مالوماتو په مټ یې د سلګونو کسانو ژور وژغوره.

د محمد بن سلمان واکمنېدلو او د محمد بن نایف کورني بند سره جبري کاناډا ته لاړ.

ښاغلي الجبري د محمد بن سلمان اپوټه (برعکس) یمن کې د سعودي مداخله نه غوښته او ویل یې خپل هېواد یې داسې ستراتیژي نه لري چې له دې جګړې بیا ووځي.