تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپینه ماڼۍ کې ماسک کارول اجباري شول
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشرۍ کارمنانو ته امر شوی چې سپینې ماڼۍ ته ننوتلو سره ماسک وتړي.
د سپینې ماڼۍ د کارمنانو دفتر وايي، کارکوونکي خپل مېز ته له ناستي او له نورو همکارانو سره تر ټولنیز واټن پرته باید ټول وخت خپل مخونه پټ کړي.
دا ګام له هغه وروسته دی چې د مرستیال ولسمشر مایک پېنس د سلاکار او د ولسمشر ټرمپ د نوکر د کورونا وېروس ازمېښتونه مثبت شول.
ولسمشر ټرمپ وايي، دا پالیسي یې خپله غوښتې ده.
خو د دوشنبې په ورځ له ماسک پرته د خبري غونډې لپاره ګلباغ( روز ګارډن) کې ښکاره کېدو سره یې وویل، دغه حکم خپله نه پلی کوي، ځکه له هر چا لرې دی.
ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې دا ناروغي کم اهمیت وبلله:
"د ورځې سلګونه کسان سپینې ماڼۍ ته راځي، هره ورځ، زما په اند، موږ ښه ګام اخلو، دوام ور کړئ".
د سپینې ماڼۍ د کورونا وېروس د کارډلې درې غړو په کورونا وېروس د ممکنه اخته کېدو له وېرې د دوو اونیو لپاره ځاني ګوښه توب غوره کړی دی.
دوی کې یو هم ډاکټر انتوني فایوسي دی چې امریکا کې له دې وېروس سره د مبارزې له امله مشهور شوی دی.
د جمعې په ورځ د مایک پېنس د ویاند او د ولسمشر ټرمپ د سلاکار سټېفن مېلر د مېرمنې معاینې هم مثبتې وختې.
د ښاغلي مېلر د مېرمنې د کورونا ازمېښت په داسې مهال مثبت دی چې د ولسمشر ټرمپ د یوه خدمتګار معاینه هم مثبته ختلې ده.
سپینه ماڼۍ کې مهم چارواکي وايي، له ښاغلي ټرمپ سره دایمي تماس لري او هره ورځ یې معاینه کېږي.
په ورته مهال ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ په ایالتي کچه د کورونا ټېسټ د زیاتولو لپاره د ۱۱ میلیاررد ډالرو د بېلولو خبره وکړه.