کورونا وېروس: بریتانیا کې د مړو شمېر له ۳۰ زره واوښت او د نورې نړۍ حال

د خپرېدو وخت

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس تایید شویو ناروغانو شمېر له درې میلیونه ۸۶ زره کسانو اوښتی دی. د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه په ټوله نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر تر دوه لکه ۵۸ زره کسانو زیات دی.

رپوټونو کې ویل شوي، د قرنطین محدودیتونو له کبله په هند کې یوازې د اپریل په میاشت کې نژدې ۱۴۰ میلیونه کسانو دندې له لاسه ورکړې دي.

په بریتانیا کې ۶۴۹ نور کسان د کوویډ - ۱۹ ناروغي له کبله مړه شوي او له دې کبله د ټولو مړو کسانو شمېر له ۳۰ زره کسانو اوښتی دی.

بل لور ته د انګلستان عامې روغتیا مدیر یوون ډوئل وايي، هېواد یې وبا کنټرولوي. د نوموړي په وینا په برتانیا کې د مړینو شمېر په کمېدو دی.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره ټاکلی ټاسک فورس یا کارډله لغو کړې او ویل کېږي، د دغه ډول بلې نوې ډلې مشري به د ولسمشر زوم جیراد کوشنر کوي.

د دوشنبې پر ورځ د کورونا وېروس واکسین لپاره د پانګونې په غونډه کې امریکا او روسیې ګډون نه و کړی او چین د مستقیمې پانګونکې هیڅ ژمنه نه ده کړې.

تر اوسه بریتانیا، ناروې، جاپان، کاناډا او سعودي عرب مرسته کوونکي هېوادونه دي. بل لور ته د خوړو نړیواله اداره خبرداری ورکړی، چې احتمالاً سږ کال به د هغو کسانو شمېر دوه برابره ډېر شي چې د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.

دغه اداره وايي، نړۍ 'د لوږې له شونې وبا ' سره مخامخ ده.

د یادې ادارې اجراییه مشر ډېوډ بیسلې وايي:

''د کورونا وېروس له خپرېدو مخکې مې هم د بېلا بېلو لاملونو پر بنسټ ویلي و، چې ۲۰۲۰ کال به ښايي له سخت ناورین سره مخامخ شو. ''

بل لور ته ولسمشر ټرمپ هغه رپوټونه رد کړي، چې ویل کېږي، کېدای شي د جون تر لومړۍ نېټې پورې د ورځنیو مړینو شمېر له ۱۷۵۰ تر ۳۰۰۰ پورې وخېژي.

ولسمشر ټرمپ وايي د وېروس پیلېدو ځای یا نکتې اړوند رپوټ به ''په هر حالت وړاندې شي. ''

بلجیم کې بیا چارواکو پرېکړه کړې چې په قرنطین محدودیتونو کې به له نرمښت سره د دوشنبې له ورځې د دکانونو پرانیستلو اجازه ورکړي. داسې کاروبارونو ته له مخکې اجازه ورکړل شوې، چې له ولس سره سروکار نه لري، خو ښوونځي، رستورانونه او شرابخونې لا هم تړلي دي.

بل لور ته که جرمني د بنډیسلیګا په نامه فوټبال غوره لیګ پیلوي، نو دا به په نړۍ کې د فوټبال لومړنۍ مهمې سیالۍ وي، چې د کورونا له وبا وروسته پیلېږي. د دې لیګ وروستۍ لوبه د مارچ میاشتې پر ۱۱ مه شوې وه او هغه مهال یې هرې ګډونوالې لوبډلې ته نهه یا لس سیالۍ لا پاتې وې.