سپینه ماڼۍ د کورونا وېروس کارډله ختموي

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په راتلونکو اونیو کې به په سپینه ماڼۍ کې د کورنا وېروس پرضد د کارډلې (کاري ډلې) کار ودروي.

ښاغلي ټرمپ د دې کارډلې د کار ستایلو سره ټینګار وکړ چې د کورونا وېروس له پراختیا سره مقابله به د نورو اړوند ادارو له لارې وشي.

د مرستیال ولسمشر مایک پېنس په مشرۍ سپینه ماڼۍ کې له کورونا وېروس سره د مقابلې کارډله د دې وېروس له پراختیا سره د مقابلې لپاره د حکومتي هڅو لارښوونه کوي.

د دې کارډلې په دندو کې د ټولنیز واټن د سیاست ټاکل او د امریکا د مختلفو ایالتونو له والیانو او روغتیایي او علمي موسسو سره همغږي راځي.

ښاغلي ټرمپ- چې اریزونا ایالت کې د یوه روغتیايي ماسک تولید خونې ته تللی و- وویل: "مایک پېنس او په مشرۍ یې کارډلې ښه کار وکړ، خو اوس پر نورو لارو چارو غور کوو".

د ښاغلي ټرمپ په خبره، دا ګام په داسې مهال دی چې امریکا له کورونا وېروس سره مقابله کې نوي پړاو ته ننوځي.

ډونلډ ټرمپ وايي، نوی پړاو پر خوندیتوب او د هېواد پر پرانیستلو چورلي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "له کورونا وېروس سره د حکومت مبارزه پای ته رسېدلې نه ده، دا ماموریت هغه وخت بشپړېږي چې د وېروس خورېدل پای ته ورسېږي".

د ښاغلي ټرمپ له خبرو مخکې مایک پېنس هم وویل، د امریکا حکومت د روانې میاشتې وروستۍ اونۍ له کورونا وېروس سره د مقابلې کارډلې د کار درولو او اړوند وزارتونو او ادارو ته یې د کار سپارلو مناسب وخت بولي.

امریکا کې په کورنا وېروس د اخته کسانو شمېر یو میلیون او دوو لکو ته رسېدلی او تر اویا زرو ډېر کسان پکې له دې وېروس مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال هره ورځ امریکا کې شل زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته کېږي.

دا ډول له شنبې تر اوسه په امریکا کې له دغه وېروس نږدې پنځه زره کسان مړه شوي دی.