تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: په اسپانیا کې د مړو کسانو شمېر په تدریجي ډول لږ شوی
برتانیا کې د کورونا وېروس له کبله تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱۳ کسان مړه شوي دي او دې سره په برتانیا کې د کورونا وېروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰ زره واوښت.
اوس برتانیا له ایټالیا، اسپانیا، فرانسې او امریکا وروسته پنځم هېواد شو، چې د مړو کسانو شمېر پکې له ۲۰ زرو اوښتی دی. په ټوله نړۍ کې بیا د کورونا وېروس له کبله د تایید شویو مړو کسانو شمېر نژدې ۱۹۵ زره کسانو ته رسېدلی او د وېروس ښکار شویو ټولو کسانو شمېر له ۲۷ لکو تنو اوښتی دی.
دغه راز له دغې ناروغۍ د رغېدلیو شمېر له اووه لکه ۸۱ زره کسانو زیات دی. داسې حال کې چې اروپا او امریکا کې د دغه وېروس د ښکار کسانو شمېر د نړۍ د نورو برخو پرتله زیات دی، په اسپانیا کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینې شمېر په تدریجي ډول کم شوی دی.
که څه هم د شنبې پر ورځ د مړو کسانو ټول شمېر ۲۲۹۰۲ تنو ته ورسېد، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۸ کسان مړه شوي دي.
د جمعې پر ورځ بیا ۳۶۷ کسان مړه شوي وو، چې دا په تېره یوه میاشت کې د مړینې تر ټولو ټیټ شمېر بلل شوی دی. د اسپانوي رسنیو په رپوټونو کې پر کورونا وېروس د اخته ټولو کسانو شمېر ۲۲۳۷۵۹ ښوول شوی دی.
د افغانستان په ګاونډي ایران کې تېره یوه ورځ کې د ۶۷ کسانو له مړینې وروسته د کورونا وېروس له کبله د ټولټال مړو شویو کسانو شمېر ۵۶۵۰ کسانو ته رسېدلی او په دغه هېواد کې د رسمي شمېرو له مخې ۸۹۳۲۸ کسان پر دغې ناروغۍ اخته دي.
د هند حکومت بیا له یوه میاشت قرنطین وروسته کوچنیو دکانونو یا هټیو ته د کاروبار اجازه ورکړې، خو په دې شرط چې نیمايي کارکونکي به پکې فعال وي او له یوه بله به د واټن ساتلو محدودیت پکې پلي کېږي. هند حکومت هڅه کوي، په تدریجي ډول اقتصادي فعالیتونه فعال کړي.
په دغه هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته ۲۵۰۰۰ کسانو نومونه ثبت شوي دي او تر اوسه ۷۸۰ کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
د افغانستان یوه بل ګاونډي پاکستان کې بیا چارواکي وايي، له کورنا وېروسه د اغېزمنو کسانو شمېر تر ۱۲۰۰۰ تنو اوښتی دی، چې له ۵۳۲۶ ناروغانو سره په پنجاب صوبه کې ډېر کسان پر دغه ناروغۍ اخته دي، خو د مړینې شمېر له پلوه خیبر پښتونخوا ډېره اغېزمنه صوبه ده، چې تر اوسه پکې ۸۹ کسان د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي په ټول هېواد کې د اپریل تر ۲۵ نېټې پورې د ۲۵۶ مړو شویو کسانو له ډلې د ۷۵ سلنه کسانو عمرونه د ۵۰ او ۷۹ کلونو تر منځ وو. دې کې ۲۱ سلنه ښځې او ۴۴ سلنه نارینه شامل دي.
په دې هکله یوه رپوټ کې ویل شوي، په ټول هېواد کې له وېروسه د اغېزمنو کسانو له ډلې د نژدې ۳۸ سلنه کسانو عمرونه د ۲۰ او ۳۹ کلونو تر منځ دي او له ۴۰ تر ۵۹ کلنو پورې ۳۰ سلنه خلک په دې کې شامل دي.