تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: امریکا کې د مړو شمېر له ۵۰ زرو کسانو واوښت
د جان هاپکنز پوهنتون تازه معلوماتو له مخې د امریکا متحدو ایالتونو ایالتونو کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۵۰ زرو اوښتی دی.
دا تر اوسه د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د بل هر هېواد پر تله د مړینې لوړه شمېره ده. تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د همدې ناروغۍ تر کبله له ۳۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
په امریکا کې تر اوسه ۸۷۰۰۰۰ کسانو کې دغه وېروس تایید شوی، خو تر اوسه د کوویډ - ۱۹ له کبله ناروغو کسانو د مړینې تناسب د اروپا پرتله کم بلل کېږي.
په اروپا کې د مړینې شمېر تر سلو زرو کسانو اوښتی دی.
بل لور ته په ټوله نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو ټولټال تایید شوی شمېر ۲۷ لکه کسانو ته رسېدلی دی او نژدې ۱۹۰ زره کسان له دې کبله مړه شوي دي.
اروپايي ټولنې له کورونا وېروسه د اغېزمنو اروپايي هېوادونو مالي مرستې لپاره د ۵۴۰ میلیارده یورو بېړنیزه پانګه ځانګړې کړې ده او جي ۲۰ هېوادونو د نورو مرستو غوښتنه کړې.
چین بیا له کورونا وېروس سره د نړیوالې مبارزې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان ته د نورو درې میلیارده ډالره مرستې اعلان کړی.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي 'موږ د واکسین چمتو کولو ته نژدې شوي یو ' او د امریکا کانګریس د مالي مرستې لپاره ۴۸۴ میلیارده ډالر منظور کړي دي.
دبۍ کې د روژې په مناسبت د پېر اوپلور لپاره د شاپنګ مالز یا مارکیټونو پرانیستلو اجازه ورکړل شوې، خو غزه کې ډله ییز افطار یا روژه ماتې ممنوع اعلان شوی، چې له کبله یې د سلګونو کسانو وږي پاتې کېدو وېره پیدا شوې ده.
سپینې ماڼۍ بیا پر رسنیو تور پورې کړی چې د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې یې په 'بې مسوولیته توګه ' او په بله مانا خپرې کړې، چې نوموړي انسانانو ته د پیچکارۍ له لارې د میکروب ضد درملو ورکولو خبره کړې وه.
د پنجشنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ د یوې مفروضې په توګه وویل، چې که انساني بدن ته میکروب ضد درمل یا الټرا لایټ وړانګې د پیچکارۍ له لارې داخلې شي ښايي د وېروس درملنه وشي، خو ډاکترانو د نوموړي پر څرګندونو نیوکې وکړې.
میکروب ضد درمل خطرناک وي او په انساني بدن کې زهرجن اغېز کولای شي.
د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې منشي وايي 'ولسمشر ټرمپ په تکرار سره ویلي، چې د کورونا درملنې لپاره باید امریکایان ډاکټرانو ته ورشي او د پرون ورځې په خبري غونډه کې یې هم پر دې ټینګار وکړ. '
د پاکستان فدرالي حکومت په ټول هېواد کې د قرنطین موده د دوو نورو اونیو لپاره غځولې ده. د پاکستان پلان فدرالي وزیر اسد عمر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د قومي رابطه کمېټۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې د قرنطین موده به د مې میاشتې تر نهمې پورې وغځول شي.
په خیبر پښتونخوا کې ځینې کاروباري مرکزونو ته اجازه ورکړل شوې، چې د ورځې تر څلورو بجو پورې به پرانیستي وي، خو د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر اطلاعاتو سلاکار اجمل وزیر وايي، له څلورو بجو وروسته به له درملتونونو پرته ټول دکانونه او کاروبارونه تړل کېږي.
بل لور ته د روغتیا ایالتي وزیر تیمور سلیم جګړه وايي، د اعلي وزیر په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې په عام محضر کې د ماسک کارول لازمي وبلل شي.
نوموړی وايي، تر یوې اونۍ پورې به دې لړ کې نرمي کېږي، خو له هغه وروسته به دا امر په سختۍ سره پلي کېږي. ښاغلی جګړه وايي، په هغو هېوادونو کې د وېروس خپرېدل سوکه شوي، چې د ماسک کارول یې لازم کړي دي.