کورونا وېروس: د عمران خان د ټېسټ پایله منفي وختله

د خپرېدو وخت

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان یوې سلاکارې فردوس عاشق اعوان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د عمران خان د کورنا وېروس معاینې یا ټېسټ پایله منفي راختلې ده او نوموړی روغ دی.

له دې وړاندې ډاکټر فیصل سلطان، چې د پاکستاني لومړي وزیر له لوري د کورونا وېروس مبارزې چارو مشري ورسپارل شوې ویلي وو، د چارشنبې پر ورځ د کورونا وېروس معلومولو په تړاو د لومړي وزیر خان معاینات شوي وو.

د ښاغلي خان معاینه وروسته له هغه وشوه چې څو ورخې وړاندې یې د پاکستان مشهور خیریه کارکوونکي فیصل ایدي سره وکتل او لاس په لاس روغبړ یې ورسره وکړ.

د سې شنبې پر ورځ معلومه شوه چې فیصل ایدي پر کورونا وېروس اخته دی او له هغه وروسته لومړي وزیر پرېکړه وکړه، چې دی هم باید معاینه وکړي.

د فیصل ایدي درملنه دا مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې روانه ده. نوموړي د اپریل پر ۱۵ مه نېټه له کورونا وېروس سره د مبارزې چارو لپاره د بسپنې لړ کې له لومړي وزیر سره لیدلي وو.

بل لور ته لومړي وزیر عمران خان ویلي، حکومت په زور څوک جومات ته له تګ نشي منع کولی، خو که په روژه کې د کورونا وېروس ستونزه جدي شوه نو اړ به شي چې جوماتونه وتړي.

د سې شنبې په ورځ (د کب ۲/ اپرېل ۲۱) د کورونا په اړه له خبریالانو سره په خبرو کې عمران خان وویل:

"په یوه ازاده ټولنه کې څوک خپلو خلکو ته داسې نشي ویلی چې تاسې جومات ته مه ځئ، یا به پولیس جومات ته تلونکي کسان بندیان کړي، خو په هره ټولنه کې دا ډول پرېکړې پخپله خلک کوي".

د نوموړي په اند، خلک دا پرېکړه کوي چې د هېواد لپاره يې په څه کې ګټه ده او په څه کې تاوان؟'

عمران خان د پاکستان له خلکو وغوښتل چې عبادت دې په خپلو کورونو کې وکړي. ځکه چې په خبره يې، د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم خلکو ته همدا سپارښتنه شوې.

خو دی وايي، که خلک بیا هم جومات ته تګ غواړي نو له کوره د وتلو ټول شرطونه باید پر ځان عملي کړي، کنه نو 'که په روژه کې دا وېروس خپور شو نو موږ به د جوماتونو په تړلو لاس پورې کړو.'

دا په داسې حال کې ده چې د تازه شمېرو له مخې په پاکستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر لسو زرو اوښتی، او د دې وېروس له کبله د مړو شویو شمېر ۲۱۴ ښودل شوی او ۲۲۰۶ يې بېرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر ټولو ډېر یانې ټول ټال ۴۳۲۸ تنه ښودل شوی، خو د مړينو له پلوه بیا خېبر پښتونخوا ډېره ځپل شوې ده.

ټوله خیبر پښتونخوا کې تر دې دمه ۸۰ کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي. په دوی کې يې د ډېریو عمر تر ۶۰ کالو ډېر ښودل شوی دی.