کورونا وېروس: د قرنطین پر مهال د پاکستان ځینې جوماتونو کې ګڼه ګوڼه

کورونا ویروس

د عکس سرچینه، @Asad Hashim twitter

د عکس تشریح، د اسلام آباد لال مسجد کې د نن ورځې جمعې لمونځ
د خپرېدو وخت

د اسلام آباد او کوټې په ګډون پاکستان په ځینو ښارونو کې د قرنطین له اعلان سره ګڼ شمېر خلک جوماتونو ته د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره تللي وو. دغه هېواد کې د کورونا وېروس له امله لکه د نورو هېوادونو په څېر د تدابیرو لړ کې د ټولنیز واټن ساتلو پرېکړه شوې ده.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، د ښار مرکزي سیمو کې کاروباري مرکزونه تړلي وو، چې له کبله یې جوماتونو کې هم ډېر کسان نه وو، خو د ښار په څنډو کې خورا ډېر خلک جوماتونو ته د جماعت لمانځه لپاره ورغلي وو، چې تر ډېره بریده یې له یوه بله د لېرې والي لارښوونې ته هم پام نه کاوه.

خو په ښار کې د یو شمېر جوماتونو دروازې تړلې وې او په دولتي ادارو کې دننه جوماتونو ته هم څوک نه پرېښودل کېدل.

دې لړ کې د پاکستان کې د مذهبي چارو وزیر نور الحق قادري له لومړي وزیر عمران خان سره لیدلي او د ولسمشر عارف علوي په مشرۍ یې د علماوو او مشایخو پرونۍ غونډې په هکله لومړي وزیر ته معلومات ورکړي دي.

لومړي وزیر لارښوونه کړې، چې د علماوو له سلا مشورې وروسته دې د روژې میاشتې لپاره د کورونا وېروس مخنیوي تدبیرونو تګلاره چمتو شي.

د پاکستان مذهبي چارو وزیر مخکې هم ویلي وو چې د علماوو، سیاسي او مذهبي مشرانو له سلا مشورې وروسته به د جمعې لمانځه، تراویح او اعتکاف په تړاو پرېکړه وشي.

کورونا ویروس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روژې میاشت کې په جوماتونو کې د تراویح لمانځه او اعتکاف په اړه سلا مشورې روانې دي

خو د پاکستان رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمان له حکومتي چارواکو او نورو علماوو سره له مشورې مخکې په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې جوماتونو ته به پر ورتګ بندیز نه وي او په جماعت سره به د لمونځ کولو بهیر روان وي.

له پلازمینې اسلام اباده په رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي، چې هلته په مشهور لال مسجد کې هم د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره ګڼ کسان ورغلي وو.

د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د بي بي سي خبریال محمد نبیل وايي، یو شمېر جوماته تړل شوي وو او په یو شمېر نورو کې چې لمونځ ادا شو، خلکو له یوه بله د لېرې والي واټن مراعات کړی و.

کورونا ویروس

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان کې ۷۲۶۱ کسان پر کورونا ویروس اخته دي، چې د رسمي شمېرو له مخې ۱۳۷ کسان د دغې ناروغي له کبله مړه شوي دي. پنجاب ایالت کې تر ټولو ډېر ناروغان دي، چې شمېر یې له ۳۰۰۰ کسانو اوښتی دی.

تېرو دوو ورځو کې پاکستان کې د کورونا ویروس ۱۰۴۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې دا په یاده موده کې د وبا له پیله راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی.

رپوټونو کې ویل شوي، ۱۷۷۰ پاکستانیان تر اوسه له دغې ناروغۍ رغېدلي دي.