تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جرمني روغتیا وزیر: کورونا وېروس مو کنټرول کړ
د جرمني د روغتیا وزیر ینس سبان ویلي په هېواد کې یې د کورنا وېروس وبا د هغو ګامونو پر مټ کنټرول کړه چې پر وخت پورته شوي وو.
ښاغلي سبان چې نن ( جمعه اپریل ۱۷ ) یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، د کورونا وېروس د نویو مثبتو پېښو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی او اوس د دې ناروغۍ د خپرېدلو مخه نیول شوې ده.
د ساري ناروغیو لپاره د جرمني د رابرټ کوخ انسټیټیوټ د احصائيې له مخې د لومړي ځل لپاره د وېروس د لیږد کچه له یوه تنه راټېټه شوې او اوس ۰،۷ سلنه ده. په تېره مارچ میاشت کې په جرمني کې دا شمېر درې سلنه وه.
خو جرمني چارواکي وايي، د دې پرمختګ سره به بیا هم هغه پراخ محدودیتونه پر ځای وي چې مخکې وضع شوي دي. له دې ډلې په یوه ځای کې له دوه کسانو د ډېرو یو ځای کېدل او په عامو ځایونو کې د ماسک کارول شامل دي.
د جرمني د روغتیا وزیر پر ماسک کارکولو ټېنګار وکړ. هغه وویل د ماسک کارول به دوام ولري او په پام کې ده چې له راتلونکې اګست میاشتې یې تولید هم زیات شي او په یوه اونۍ کې به ۵۰ ملیونه ماسکونه تولیديږي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل وویل تازه شمېر د لګول شویو محدودیتونو د نرمولو لپاره یو دلیل دی، خو دا مساله به دوه یا درې اونۍ وروسته بیا ارزول کېږي. هغې خبر داری ورکړ چې له حده زیات باوري کېدل خطر لري.
د تېرې چارشنبې پر ورځ مېرمن مېرکل ویلي وو چې راتلونکې اونۍ به کوچني پلورنځي پرانیستل شي او د ځینو زده کوونکو لپاره به د راتلونکې مې میاشتې له څلورمې نېټې د ښوونځيو دروازې هم پرانیستل شي.
د کورونا وېروس پر وړاندې د مبارزې لړ کې د جرمني هڅې ستایل شوي دي. څارونکي وايي دغه هېواد د پروخت او کوټلو ګامونو په پورته کولو سره وکولی شول چې د دې وژونکې ناروغۍ مخه ونیسي.
په جرمني کې تراوسه له کورونا وېروسه شاوخوا ۷۷ زره تنه رغېدلي دی. د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر اوسه په جرمني کې شاوخوا ۱۳۸ زره تنه پر دې وېروس اخته دي او له امله یې څلور زره او ۹۳ تنه مړه شوي دي.