تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر کې له 'کورونا مړې شوې' د ښخېدو مخالفان نیول شوي
په مصر کې پولیسو ۲۱ کسان په دې تور نیولي چې په خپله سیمه کې یې د کورونا ویروس له امله د مړې شوې یوې ښځې د ښخېدو مخنیوی کاوه.
د دې هېواد د شمالي ولایت "دقهلیة" د دوو کلیو خلکو د کورونا له امله د مړې شوې ښځې د جسد د ښخېدو پر ضد احتجاجونه وکړل او پولیسو پر دوی اوښلن ګاز وشېنده.
دا ۶۵ کلنه ښځه پخپله هم ډاکټره وه او خلکو يې مړی ځکه پخپله سيمه کې ښخېدو ته نه پرېښود چې وېرېدل، په سيمه کې به يې د هغې له مړي د کورونا ویروس خپور شي.
د دې ښځې خپلوانو تر دغه اعتراض وروسته د هغې مړی د دې د پلارګنۍ کلي ته یووړ. هغه سيمه چې دا پکې زېږېدلې وه، خو هلته هم خلکو اعتراض وکړ.
له دې وروسته دوی د یادې ډاکټرې جسد یوځل بیا لومړني کلي ته ولېږداوه او د طبي کارکوونکو او امنیتي چارواکو په شتون کې خاورو ته وسپارل شوه.
تېره میاشت مصري چارواکو په یاد ولایت کې ۳۰۰ کورنۍ له هغې وروسته قرنطین کړې چې هلته یوه ۷۲ کلنه ښځه او یو ۵۰ کلن سړی د کورونا ویروس مړه کړل.
د مصر طبي چارواکو ویلي چې تېره ورځ هلته درې ډاکټران د دې ناروغۍ له امله مړه شوي او یو تن د کار پرمهال پرې اخته شوی دی.
د ډاکټرانو ټولنې منلې چې ټولټال ۴۳ ډاکټران په دې ویروس اخته شوي دي.
د کورونا د ویروس له امله د جسدونو د ښخېدو پر وړاندې د اعتراض په اړه د ازهر پوهنتون مشر یا شیخ الازهر احمد طیب حادث د خلکو اعتراض غندلی او دا یې له اخلاقو، انسانیت او مذهب څخه لرې عمل بللی دی.
نوموړي پر خلکو غږ کړی چې " انساني اړیکې وپالي، د ناورغۍ له امله بدنامي له منځه یوسي، له اغېزمنو شویو سره مرسته وکړي او له دې امله د مړو شویو درناوی وکړي."
دا لومړۍ دا ډول پېښه نه ده چې په مصر کې کېږي، له دې وړاندې د مصر د بحیرې سیمې په یوه بل کلي "بولس" کې خلکو د خپل یوه کلیوال د مړي د ښخېدو مخنیوی کړی و چې د کورونا له امله وفات شوی و.
خو بیا وروسته پولیس سیمې ته ورغلل او د خلکو مخه یې ونیوله.
په مصر کې تر اوسه ۱۹۳۹ کسان په کورونا ویروس اخته شوي او ۱۴۶ ترې مړه شوي دي.