کورونا وېروس: پاکستاني ډاکټران سیاستوالو ته په غوسه دي

د خپرېدو وخت

د پاکستاني ولسمشر عارف علوي هغه تصویر د دغه هېواد روغتیا پالان پارولي چې پر خواله رسنیو خپور شوی او نوموړي پکې این - ۹۵ ډوله روغتیايي ماسک اغوستی دی. د پاکستان طبي ټولنې (پي ایم اي) ویلي:

پاکستاني سیاستوال او بیوروکراتان داسې حال کې این - ۹۵ ماسک اغوندي چې روغتیايي کارکوونکي د دغه ډول ماسکونو او پي پي اي یا وېروس ضد کالیو له سخت کموالي سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د نړۍ یو شمېر ښارونو کې خلک د روغتیا پالانو هڅو ستاینه کوي، د پاکستان په یوه ښار کې چې لږ تر لږه ۲۵ روغتیاپالان پکې په کورونا ویروس اخته شوي.

پولیسو ډاکټران له دې کبله وهلي ډبولي دي چې خوندیتوب الاتو او تجهیزاتو غوښتنې لپاره یې احتجاج کاوه.

څو ورځې وړاندې کوټه کې هم ډاکټرانو له همدې کبله احتجاج کړی و چې بیا یې له پولیسو سره نښته هم شوې وه.‌

ولسمشر علوي ویلي، دغه ډول ماسک چین ته د یوه وروستي سفر پر مهال ورته ډالۍ شوی و، او نوموړی اوس یو عادي ماسک کارووي.

خو ډاکټران اوس هم خوښ نه دي او لامل یې د دې الاتو پرلپسې لږوالی ښيي، چې د ویروس خپرېدو له وخته یې شکایتونه ډېر شول.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ډاکټرانو دغه نوي احتجاجونه تر ټولو ډېر تاوتریخجن دي.

سبب یې په دغه ټول ایالت کې د طبي اسانتیاوو کموالی دی، چې په مرکز کوټه کې یوازې دوه تخصصي روغتونونه لري او له دوو لسیزو راهیسې په دغه ایالت کې د بېلتون پالو او حکومتي ځواکونو تر منځ تاوتریخوالی هم روان دی.

پاکستان ته کورونا ویروس هم لومړی ځل همدې ایالت ته له هغو زرګونو زیارت کوونکو سره ورسېد چې په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شول.

د ویروس له پېژندل کېدو وروسته حکومت په تافتان کې د قرنطین یو مرکز چمتو کړ، چې د بلوچستان ډاکترانو یوې ټولنې (وای ډي اي) مشر ډاکټر یاسر خان په خبره (له ناکافي وسایلو سره په خورا غیر مسلکي توګه اداره کېده چې له کبله یې هلته د یو ځای شویو خلکو منځ کې ویروس خپور شو.

وروسته په کوټه کې لسګونو نور کسان پر ویروس ککړ وموندل شول، چې سفر یې هم نه وکړی او له دې کبله اندېښنې نورې هم ورسره ډېرې شوې.

ډاکټران وایي، د بلوچستان روغتونونو لپاره د فدرالي ادارې له لوري ماسکونه او نور سامان الات چمتو کېدل، خو په وینا یې این - ۹۵ ډوله ماسکونه وروسته په کي - ۹۵ ډوله واوښتل.

دا دویم ډول ماسکونه د نایانو په سالونونو او سینګارخونو کې د سرونو د وېښتو جوړولو پر مهال کاروول کېږي.

په کوټه کې تر اوسه ۱۷ ډاکټران او پنځه روغتیاپالان پر کووډ - ۱۹ ویروس اخته شوي دي.

ډاکټران وایي، د خواشینۍ خبره دا ده چې د کوټې هیڅ یو ډاکټر هم مخامخ د ناروغانو درملنې په لړ کې پر ویروس نه دی اخته شوی.

بل لور ته د وای ډي اي مسوولینو په خبره په خیبر پښتونخوا ایالت کې هم ۱۶ ناروغان پر دغه ناروغۍ اخته شوي او ویل کېږي چې ګلګت بلتستان او کراچۍ کې دوه ډاکټران مړه شوي دي.

بي بي سي بیا بیا هڅه وکړه د روغتیا له فدرالي وزارت سره دې لړ کې اړیکه ونیسي، خو هیڅ ځواب تر لاسه نه شو